د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

ولسي جرګې د ۱۳۹۲ کال ملي بودجه تصویب کړه


د ولسي جرګې غړو د ډیرو بحثونو او نظر ورکولو وروسته په یوه فوق العاده غونډه کې د افغانستان د ۱۳۹۲ مالي کال د ملي بودجې طرحه د رایو په اکثریت تصویب کړه.

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسیون مشر د یکشنبې په ورځ د دغې جرګې په فوق العاده غونډه کې وویل؛ بانکي کمیشنونو ته د حکومت له خوا پيسې ورکول؛ په هرات، فراه او غزني ولایتونو کې د ځینو پروژو پلی کول او د زابل د هوایي ډګر جوړول، هغه مسایل وو، چې وکیلان د شنبې په ورځ پرې توافق ته ورسیدل.

د مالی اوبودجوي کمیسیون د راپور له وړاندې کولو او د همدې بودجې په اړه د مالیې د وزیر له څرګندونو وروسته وکیلانو د بودجې طرحه تصویب کړه.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي له علني رایه اچونې وروسته د دې غونډې نتیجه داسې اعلان کړه.

"د ۱۳۹۲ کال ملي بودجه چې د کمیسیونونو په ګډه غونډه کې هم تایید شوې ده؛ رایه اچونې ته وړاندې کوو.

په دې کې ۱۹۶اعشاریه ۳۲۷ میلیارده افغانۍ عادي بودجه او ۱۵۷ اعشاریه ۷۵۰ میلیارده افغانۍ ده پراختیايي بودجه ده.

موافق شنه او مخالف دې سره کارتونه پورته کړي، د رایو په اکثریت تصویب شوه."


ولسي جرګې له دې وړاندې دوه ځله د هغه څه له امله دغه بودجه رد کړې وه؛ چې ځینې وکیلان یې د ولایتونو ترمنځ د توازن نشوالی بولي.

د مالیې وزارت د ولسي جرګې له خوا د ملي بودجې د تصویبیدو هرکلی وکړ.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، د دې جرګې غړي د بودجې له تصویبیدو وروسته د پنځه څلویښت ورځو لپاره په ژمنې رخصتۍ ځي.

خو داسې انتقادونه موجود دي، چې د دې جرګې له خوا د یوولسو وزیرانو د استیضاح موضوع په جدیت سره تعقیب نه شوه او همداسې نیمګړې پاتې شوه.

خو د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالستار خواصي خبریالانو ته وویل؛ د وزیرانو د استیضاح موضوع به له رخصتۍ وروسته تعقیب کړي.

"کومه مصوبه او فیصله چې ولسي جرګه ولري، هغه په خپل قوت سره باقي ده، ولسي جرګه پس له رخصتۍ کولای شي دا کوم وزیران چې د استیضاح پریکړه یې شوې استیضاح کړي، هغه پریکړه په خپل ځای ده، هر کله چې موږ بیا کار پیل کړو، د استیضاح موضوع ته اولویت ورکوو."

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، دې جرګې په تیر یوه کال کې د قانون جوړونې او د حکومت له کړنو څخه د څارنې په برخه کې ډیر کارونه کړي.

د ملي شورا غړي مکلف دي، چې د رخصتیو پرمهال خپلو ولایتونو ته ولاړ شي او د موکلینو ستونزې له نږدې وګوري.

خو انتقادونه دا دي، چې یو شمیر وکیلان د دې کار پر ځای د رخصتیو پرمهال هم خپلو شخصي کارونو پسې ګرځي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG