د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر راتلوونکې اوونۍ اروپا ته ځي


ریکس ټیلرسن
ریکس ټیلرسن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن، راتلوونکې اوونۍ اروپا ته سفر کوي.

اروپا ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې سفر کوي چې د پردې تر شا همدا اوس له ایران سره د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو د اټمي تړون د برخلیک په اړه خبرې روانې دي.

دا تړون چې په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې لاسلیک شو، له مخې یې ایران خپل اټمي پروګرام محدودوي او په بدل کې یې پرې نړیواله ټولنه بندیزونه لرې کوي.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان وکړ چې پر ایران د څو نورو میاشتو لپاره د امریکا د بندیزونو لرې کول تمدیدوي.

خو په عین حال کې یې خبرداری ورکړ چې که په دې تړون کې هغه څه چې نوموړي «ورانوونکي نیمګړتیاوي» وبللې سمې نه شي، نو د امریکا متحده ایالات به له دې تړون څخه وباسي.

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

ټرمپ وویل د امریکا له کانګرس او اروپايي متحدانو سره به د ایران سره په شوي تړون کې د اصلاحاتو لپاره کار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي چې د نوم د نه څرګندولو په شرط یې خبرې کولې رسنیو ته ویلي، ایران به له اروپايي چارواکو سره د ټیلرسن د لیدنو کتنو په سر کې وي:

"تاسو پوهېږئ چې موږ په هغو هڅو کې چې په دې تړون کې شته نیمګړتیا وې لرې کړو په ځانګړې توګه بریتانیا او فرانسې سره همغږۍ ته ارزښت ورکوو او همدارنګه غواړو له اروپايي متحدانو سره په دې اړه چې څنګه په سیمه کې د ایران ناوړه نفوذ محدود کړو، نېږدي همکاري رامنځته کړو."

نوموړي وویل د اروپايي متحدانو سره د ریکس ټیلرسن په لیدنو کې به دا مسلې د اجنډا په سر کې وي.

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړی که چېرې د امریکا متحده ایالات له ایران سره د اټمي تړون څخه ووځي، نو دا تړون به له منځه ولاړ شي.

سرګي لاوروف
سرګي لاوروف

لاوروف د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خبریالانو ته وویل:

"که د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو تر منځ د شوي تړون څخه یو هېواد ووځي دا تړون نه شي عملي کېدای."

ټاکل شوې ده چې د امریکا د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به د دې سفر په ترڅ کې لندن، پاریس، وارسا او داوس ښارونو ته ورشي.

امریکايي چارواکي وايي، په وارسا کې به ټیلرسن په پولنډ کې د امریکايي سرتېرو په حضور کې خبرې وکړي.

پولنډ کې وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې روسیې د اوکراین څخه د کریمیا ټاپووزمه ونیوله د امریکا او د ناټو د نورو متحدانو زرګونه سرتېري ځای پر ځای شول.

XS
SM
MD
LG