د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د کندز اوسېدونکي وایي، د نامسؤلو وسله والو له خپلسریو تنګ دي


د کندز اوسېدونکي د خپلسرو وسله والو له خپلسریو تتنګ شوي دي.

د کندز یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د خپلسرو وسله والو د خپل منځي شخړو او نښتو له کبله ډېری وختونه عام خلک قرباني ورکوي او دغه بهېر ددې سبب شوی، څو زیات شمېر خلک له خپلو سیمو څخه کډه وکړي.

په شمال ختيځ زون کې کندز د هېواد له نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو برسېره پردې زیات شمېر غیر مسؤل وسله وال هم په دې ولایت کې فزیکي شتون لري.

د ناتأيید شویو ارقامو له مخې، په دې ولایت کې شااوخوا ۳ زره غیر مسؤل وسله وال فعالیت لري چې ځیني یې په قتلونو، وسله والو غلاوو، انسان تښتونو، د ټولنې په بې نظمۍ او د عامو خلکو په ځورولو کې لاس لري، خو د خلکو په باور چې حکومت د دغو ډلو په خلع سلاح کولو کې پاتې راغلی دی.

د خلکو په وینا چې غیرمسؤل وسله وال د پخوانیو جنګسالارانو پاتې شوني دي او په تنظیمي او جهادي مشرانو پورې تړلي خلک دي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو غلام سخي او عبدالغني په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پخوا په خان اباد ولسوالۍ کې نېږدې ۲ زره تنه غیرمسؤل وسله وال وو، خو اوس یې شمېر له ۳ زرو هم اوښتی او دولت د دوی پر وړاندې عاجز دی او د دغو ټوپکیانو د لاسه خلک ارام ژوند نه لري او په بېلابېلو پلمو عام خلک ځوروي."

"دې خپلسرو ټوپکیانو د خلکو پر وړاندې ډېرې ننګونې او ستونزې جوړې کړي او د دوی د له لاسه خلک خپل کاروبار نشي کولای او ان خلک په خپلو کورونو کې د خونديتوب احساس نه کوي."

د دوی د خبر، په وار وار یې د خپلسرو وسله والو د خلع سلاح کولو په اړه یې د ملي یووالي حکومت مشرانو او د کندز سیمه ییزو چارواکو ته شکایت کړی، خو تراوسه د غیر مسؤلو وسله والو پر وړاند یې حکومت کوم غبرګون نه دې ښکاره کړی.

په همدې حال کې د نوموړي ولایت یوشمېر بزګران بیا وايي چې له ډېرو کلونو راهیسې له دوی څخه غیرمسؤل وسله وال په وچ زور عشر او زکات اخلي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ دوو تنو بزګرانو توریالي او زلمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې زموږ د کرنیزو توکو د محصولات درمند تیار شي، نو بیا ډلې ډلې ټوپکیان هم پیدا کېږي او له موږ څخه په وچ زور عشر او زکات اخلي او د خلکو پر وړاندې ډېر ظلم کوي."

"دلته ډېر خپلسري ټوپکیان موجود دي او له خلکو څخه د په زور عشر او زکات اخلي او که څوک یې ورته ورنه کړي، نو بیا وهل او ټکول هم په کې شته او ان شخصي بندي خانه لري."

خو بیا د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې هیڅوک دا حق نه لري چې له خلکو څخه عشر او زکات واخلي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د ولایتي شورا ځیني غړي هم د خلکو دغه ادعاوې تأيیدوي او زیاتوي چې د کندز سیمه ییزه اداره د غیرمسؤلو وسله والو د خلع سلاح کولو په اړه جدي اراده لري، خو په حکومت دننه کې یوشمېر عناصر نه غواړي چې دغه کسان خلع سلاح شي.

امرالدین ولي
امرالدین ولي

د نوموړي ولایت د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي په دې اړه وايي:

"یو دښمن خو طالب او داعش دی چې د هغوی صف معلوم دی، خو بل دښمن چې د حکومت تر سېوري لاندې د خلکو پر وړاندې ظلم کوي، هغه خپلسري ټوپکیان دي او د دغې ډلې کسان په قتلونو، وسله والو غلاوو، اختطافونو او په نورو جنايي جرمونو کې لاس لري او حکومت باید د غیرمسؤل وسله والو د خپلسریو مخه ونیسي."

بل خوا د خان اباد ولسوال حیات الله امیري هم د خلکو دغه څرګندونې تأيیدوي او وايي چې دغه ستونزه یې څوځلې د کندز له سیمه ییزو چارواکو او د مرکزي حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړې، خو تراوسه پورې دغې ستونزې ته د پای ټکی نه دی ايښودل شوی.

نوموړي زیاته کړه:

"ځیني وخت چې دغه ډلې په خپل منځ کې سره نښتې کوي، نو له کبله یې عامو خلکو ته ډېر زیان رسېږي، خو موږ دغه موضوع د ملي یووالي حکومت له مشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړې، خو په دې اړه باید مرکزي حکومت خپله پرېکړه وکړي."

خو د غیرمسؤلو یوشمېر قوماندانان بیا وايي چې دوی د وسله والو مخالفينو پر ضد سلاح پورته کړې او له دی ډلې سره په جګړه کې ښکېل دي.

د غیرمسؤلو وسله والو یوتن قوماندان چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه، له دولت څخه غواړي چې دوی دې د امنیتي ارګانونو په چوکاټ کې تنظیم کړي.

دی وایي:

"که چېرې دولت له موږ سره مرسته او همکاري وکړي او زموږ اعاشه او اباطه راکړي، نو موږ به ولې له خلکو څخه په زور عشر اخلو؟ خو دولت زموږ اعاشه او اباطې ته هېڅ توجه نه کوي."

د هغه په خبره چې اوس مهال یوازې د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې څه باندې ۲ زره غیر مسؤل وسله وال شتون لري.

خو د کندز والي اسدالله عمرخېل، په دې ولایت کې د خپلسرو وسله والو فعالیت ګټور او ارزښتناک نه بولي او هغوی ته خبرداری ورکوي چې په سیمه کې له خپلسریو څخه لاس واخلي او کنه د حکومت له جدي غبرګون سره به مخ شي.

د کندز والي اسدالله عمرخېل
د کندز والي اسدالله عمرخېل

ښاغلي عمرخېل وویل:

"هغه کسان چې د دولت رسمي پرسونل نه دي او مسلح دي، هغوی هم د خلکو او هم زموږ دښمنان دي، را دې شي، خپلې وسلې دې ثبت کړي او رسماً د فعالیت اجازه دې واخلي او زموږ په کنټرول کې دې اوسي."

بل پلو ددې ولایت د امنيې قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي وايي، هغه شمېر غیر مسؤل وسله وال چې رسمیت نه لري، په نېږدې راتلونکې کې د هغوی پر وړاندې جدي اقدام کوي.

ښاغلی حمیدي زیاتوي:

"هغه غیرمسؤل وسله وال چې په امنیتي ارګانونو کې قانونې حضور نه لري او په ټولنه کې د خلکو د ځورولو او بې نظمۍ لامل دي، نو موږ د هغوی پروړاندې جدي اقدام کوو او د خپلسریو مخه یې نیسو."

د کندزیانو په وینا چې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د ملي یووالي حکومت مشرانو ددې ولایت خلکو سره ژمنې کړې وې چې د بریا په صورت کې دوی په کندز کې ټول غیرمسؤل وسله وال خلع سلاح کوي، خو درې کاله د ملي یووالي حکومت له عمر څخه تېرېږي، خو لاتراوسه پورې دغو لوړپوړو چارواکو په دې اړه کوم جدي او عملي اقدام نه دی کړی.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG