له اوږدو بحثونو او يو لړ بدلونونو وروسته د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال بودجه د افغانستان د ولسي جرګې لهخوا تصویب شوه.
د دغې جرګې د مالي او بودجوي کمېسیون رئیس امیر خان يار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» د دغې جرګې په عمومي ناسته کې وویل چې د يوې متوازنې بودجې د جوړولو په هدف د ولسي جرګې د بېلابېلو کمېسیونونو او دولتي ادارو سره له ناستې وروسته د بودجې په دوهمه مسوده کې يو لړ اړین تغییرات راوستل شول.
دی وايي:
"د ادارو د اجرأتو او د ۱۳۹۷ مالي کال امکاناتو ته په کتو او د ادارو د مسؤلینو سره په تفاهم په بودجه کې يو لړ اړین تغییرات راوستل شول، ترڅو د هېواد په شرایطو برابره بودجه رامنځته شي او د بودجې په دوهمه مسوده کې ۸۰ سلنه ضمیموي پروژې شامل شوې."
د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال پر بودجې د وکیلانو له ازاد بحث او د مالي او بودجوي کمېسیون لهخوا د معلوماتو وړاندې کولو وروسته رأی ګېري وشوه چې په پایله کې یې د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه په اکثریت رأیو سره تصویب شوه.
په ټوله کې د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه څه باندې ۳۷۷ میلیارده افغانۍ ټاکل شوې چې ۲۶۶،۱۰۳ میلیاردهیې عادي او ۱۱۰،۸۷۸یې پراختیايي ده.
له دې وړاندې د لیندۍ میاشتې په ۲۲مه نېټه د افغانستان ولسي جرګې په بودجه کې توازن او عدالت ته د نهپاملرنې له امله د ۱۳۹۷مالي بودجه رد کړې وه.
د ولسي جرګې د چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» په غونډه کې که څه هم ټول وکیلان په یوه خوله نهوو، خو ډېری یې په دې اند وو چې د بودجې نهتصویبول د خلکو ستونزې لازیاتوي، نو ښه ده چې د خلکو د ستونزو د هوارۍ په هدف ياده بودجه تصویب شي.
بلخوا د افغانستان د ماليې وزارت وايي، د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه ټولو اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په کتو په معیاري توګه برابره شوې.
د ماليې وزیر اکلیل حکیمي چې د ولسي جرګې د چهارشنبې ورځې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» په عمومي ناسته کې ګډون کړی وویل چې ملي بودجه ټولو نړیوالو معیارونو ته په کتو د توازن په پام کې نیولو سره ترتیب شوې.
ښاغلي حکیمي زیاته کړه:
"زموږ بودجه د ټولو نړیوالو معیارونو په رڼا کې جوړه شوې، زموږ ژمنه زموږ نړیوالو مرسته کوونکو ته دا ده چې د نورو برخو پهشان په دې برخه کې هم اصلاحات راولو او که دغه بودجه تصویب شي، نو زموږ د بودجې اعتبار لوړېږي او د نړیوالو ډونرانو مرستې له همدې لارې ترسره کېږي."
ښاغلی حکیمي وايي، یاده بودجه شته امکاناتو، اداري جوړښتونو، لګښتونو او يو لړ نورو اړتیاوو ته په کتو برابره شوې ده.
د مالیې وزیر له بودجوي واحدونو څخه غوښتنه وکړه چې د شته امکاناتو په نظر کې نیولو، اغېزمنتیا، د حکومت پراختیایې لومړیتوبونو او د هېواد د ملي ګټو پر اساس د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال بودجه مصرف کړي.
راپور: واصل وصال