د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

د ولسي جرګې د وکیلانو د امتیاز د ۲ برابره کېدو په اړه د مشرانو جرګې غبرګون


د ۱۳۹۷ مالي کال په بودجه کې د ولسي جرګې د وکیلانو د امتیازاتو د دوه برابره کېدو د غوښتنې په تړاو د یادې جرګې د خوندیتوب، حقونو او امتیازاتو د کمېسيون وړاندیز د مشرانو له غبرګون سره مخ شو.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د ولسي جرګې د وکیلانو د امتیازاتو د دوه برابره کېدو د غوښتنې په تړاو، د یاد کمېسيون د وړاندیز په غبرګون کې وايي، د ولسي جرګې غړي باید د خپلو شخصي ګټو پرځای ملي فکر ولري.

اصف صدیقي
اصف صدیقي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د ولسي جرګې يو شمېر غړو بودجه يوازې د خپلو شخصي امتیازاتو او مقرریو لپاره ساتلې وه، څو دوی وکولای شي چې په حکومت فشار راوړي چې د دوی غوښتنو ته غاړه کېږدي او له هغه وروسته بیا دوی بودجه تصویب کړي، دا کار به د هېواد په ګټه نه وي، موږ ډېرې ستونزې لرو، نو ښه ده چې ملي فکر ولرو. "

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د وکیلانو د امتیازاتو د دوه برابره کېدو په تړاو د دغه جرګې د مصؤنیت، حقونو او امتیازاتو د کمېسيون د يوه غړي رمضان بشردوست له خوا يو مکتوب تر رسنیو رسېدلی دی.

په دغه مکتوب کې اداري پلاوي او مالي کمېسيون ته وړاندیز شوی چې د ۱۳۹۷ مالي کال په بودجه کې دې په بېلا بېلو برخو کې د وکیلانو امتیازات له ۴۵۰۰۰ افغانیو تر ۹۰۰۰۰ زرو افغانیو لوړ شي، کرېډېټ کارتونه دې له ۵ زرو افغانیو تر ۱۰ زرو افغانیو ، د تېلو لګښت دې له۱۰ زرو افغانیو تر ۲۰ زرو افغانیو ، د کورونو کرایې دې له ۲۵۰۰۰ زرو افغانیو تر ۵۰۰۰۰ زرو افغانیو، دغه شان د وکیلانو د ساتونکو او موټرچلوونکو امتیازات دې هم ۲۵۰۰ افغانۍ لوړ شي.

په دغه مکتوب کې د ولسي جرګې د دارلانشا د مامورینو په امتیازاتو کې له ۵۰۰۰ زرو افغانیو نه نیولې تر ۲۵۰۰۰ افغانیو پورې، د امنیتي برخې د کارکوونکو په امتیازاتو کې له ۲۰۰۰ افغانیو نه نیولې تر ۴۰۰۰ افغانیو پورې د زیاتوالي وړاندیز شوی دی.

دغه شان د بالمقطع او قراردادي کارکوونکو لپاره د ولسي جرګې په عادي بودجه کې سل میليونه افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي ټينګار کوي او وایي، کوم میاشتني امتیازات چې دوی اخلي، ورته بسنه نه کوي او باید امتیازات يې زیات شي.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

له دې ډلې عارف رحماني وايي:

"زه د ولسي جرګې د يوه وکیل په توګه وایم، که زموږ کورنۍ او وروڼه زموږ سره مرسته ونه کړي، نو موږ يوه میاشت هم نشو کولای وکالت وکړو، راځئ د وکیلانو واقعي اړتیاوې وسنجوئ او د هغې له مخې زموږ امتیازات تعریف کړئ. "

خو د رمضان بشردوست په ګډون د ولسي جرګې يو شمېر نور غړي بیا له دغه وړاندیز سره مخالفت ښيي او دا وړاندیز غېر قانوني بولي.

بل خوا د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ودیر صافی هم د هېواد روانو حالاتو ته په کتو د وکیلانو د امتیازاتو د دوه برابره کېدلو غوښتنه ظالمانه ګڼي.

ښاغلی صافی له حکومته غواړي چې د وکیلانو د اړتیاوو د اروزنې لپاره دې يو بې پرې کمېسيون وګماري او د هغوی د موندنو په رڼا کې دې د ولسي جرګې د وکیلانو د حقونو او امتیازاتو په اړه پرېکړه وکړي.

راپور: واصل وصل

XS
SM
MD
LG