د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۱

مالیې وزارت د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال د بودجې مسوده ولسي جرګې ته وړاندې کړه


د افغانستان د ماليې وزارت د مشرانو جرګې له تائيد وروسته د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال د بودجې مسوده د تصویب لپاره، ولسي جرګې ته وړاندې کړه.

د ماليې وزیر اکلیل حکیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» دغې جرګې ته د يادې مسودې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ۱۳۹۷ مالي کال په بودجه کې تر ډېره هغو ولایتونو ته پاملرنه شوې چې پراختیايي چارو ته په‌کې ډېره اړتیا لیدل کېږي.

ښاغلي حکیمي وویل، د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د حکومت لیدلوری ټاکي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي
د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"د افغانستان د اسلامي جمهوریت د راتلونکي مالي کال د بودجې مسوده چې د هېواد اقتصادي لیدلوری، پراختیايي پروګرامونه او د حکومت د راتلونکو څلورو کلونو لګښتونه رانغاړي، ولسي جرګې ته وړاندې کېږي."

ښاغلي حکیمي د ولسي جرګې له وکیلانو وغوښتل چې د روان مالي کال بودجه دې په يو مشخص او معین وخت کې له اروزونې وروسته تصویب کړي، څو په وخت سره د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۶۱،۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۷ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۹۳،۷ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه جوړوي چې ۴۷.۵ سلنه‌‌یې د حکومت او پاتې نوره‌یې د مرستو له لارې تمویلېږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې، په کابینه کې د بودجې د وړاندیز شوي پلان له تائید وروسته، لومړی دا بودجه مشرانو جرګې او بیا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه د مشرانو جرګې د غړو له تندو انتقادونو سره سره د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ تائید شوه.

د دغې جرګې په عمومي غونډه کې اکثرو سناتوراتو انتقاد وکړ چې یاده بودجه متوازنه نه‌ده او د ولایتونو لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې انډول په پام کې نه‌دی نيول شوی.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې هم يو شمېر وکیلانو د ۱۳۹۷ مالي کال په بودجه کې نا انډولیو او په وخت دغې جرګې ته د نه‌وړاندې کولو له امله، سخت انتقادونه وکړل.

د دغې جرګې غړی رمضان بشردوست وايي، په يوه میاشت کې نا ممکنه ده چې بودجه دې په سمه توګه وارزول شي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست

ښاغلی بشردوست وایي:

"هغه حکومت چې په خپل وخت سره بودجه نه‌شي معرفي کولای، نو موږ څنګه کولای شو چې دا توقع ورڅخه وکړو چې دا بودجه د خلکو په خدمت کې لګوي. د يوې میاشتې په موده کې ولسي جرګه څنګه کولای شي چې دغه بودجه په دقیقه توګه وارزوي او د تصویب رأی ورته ورکړي؟"

ښاغلی بشردوست وايي، حکومت باید بودجه د مالي کال په څلورمه ربعه کې ملي شورا ته ولېږي. نه دا چې يوه میاشت دې نوي مالي کال ته پاتې وي.

د ده په خبره، کوم ارقام چې د ماليې وزیر له خوا ولسي جرګې ته وړاندې شول، هغه د اقتصاد له نظره ناسم، مصنوعي او غولوونکي دي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG