د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۷

د ۱۳۹۷ کال لپاره د افغانستان د بودجې طرحه کابینې ته وړاندې شوه


د ۱۳۹۷ لمریزکال لپاره د افغانستان د بودجې طرحه کابینې ته وړاندې شوه او ټاکل شوې چې په دې اړه نور غور هم وشي.

د ارګ د رسمي ویبپاڼې د راپور له مخې، د راتلونکي کال د بودجې طرحه پرون پنجشنبه د کابینې له خوا په اصولو کې تائید شوه، خو د مالیې وزارت ته دنده ورکړل شوه چې د دې طرحې د ستونزو په اړه، له وزارتونو سره په همغږۍ کې بیا غور وکړي او په پنځو ورځو کې یې د کابینې بلې غونډې ته وړاندې کړي.

د جمهوري ریاست د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۷ کال ټوله بودجه له پنځه میلیارده او ۱۲۸ میلیونو ډالرو اوړي چې نېږدې څلور میلیارده ډالر د عادي بودیجې او څه باندې یو میلیارد د انکشافي بودجې لپاره په پام کې نیول شوي دي.

جمهوري ریاست وايي چې د ۱۳۹۷ کال د بودجې لپاره څه باندې ۲،۳ میلیارده ډالر له کورنیو سرچینو او ۲،۷ میلیارده ډالر له بهرنیو سرچینو څخه تمویلېږي.

XS
SM
MD
LG