د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۴:۴۶

د مالیې وزیر د ۱۳۹۷ کال د بودجې طرحه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه


د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن دوشنبه د راتلونکي ۱۳۹۷ لمريز کال د بودجې طرحه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.

د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بودجه په ټوله کې ۳۵۷.۶ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۶۷ میلیارده افغانۍ عادي او ۹۰ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه جوړوي چې ۴۷.۵ سلنه‌یې د حکومت او پاتې نوره یې د مرستو له لارې تمویلېږي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د تېر په پرتله په دې کې د امنیتي سکټور بودجه زیاته شوې ده.

دی وايي:

"د تېر کال په پرتله په دغې بودجه کې تقریباً ۲۵ میلیارده افغانیو نه زیات امنیتي سکټور ته ځانګړې کړې ده او په بودجه کې کسر هم نه‌دی راغلی."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې په کابینه کې د بودجې د وړاندیز شوي پلان له تائید وروسته لومړی دا بودجه مشرانو جرګې او بیا ولسي جرګې ته لېږل کېږي.

XS
SM
MD
LG