تېر کال په اروپایي ټولنه کې څه باندې ۱۵ میلیونه موټرونه پلورل شوي چې دا په وروستیو ۱۰ کلونو کې یو ریکارډ دی.
په اروپا کې د موټرو د تولید ټولنې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۷» وویل چې تېر میلادي کال د اروپایي ټولنې په ۲۸ غړو هېوادونو کې ټول ۱۵ میلیونه او ۱۰۰ زره موټرونه پلورل شوي چې د مخکېني ۲۰۱۶ میلادي کال په نسبت په ۱۰۰ کې ۳،۴ زیاتوالی دی.
له بریتانیا پرته چې له اروپایي ټولنې یې وتل اعلان کړي، د اروپا د موټرو په لویو بازارونو کې د نویو موټرو تقاضا زیاته شوې ده.
په بریتانیا کې بیا په دې کال کې د موټرو پلورل په ۱۰۰ کې ۵،۶ کم شوی چې دا په وروستیو شپږو کلونو کې تر ټولو ټېته شمېره ده.
ډسمبر د ۲۰۱۷ میلادي کال هغه میاشت ده چې تر ټولو کم موټرونه خلکو اخیستي او یو علتیې هم دا دی چې دا د مخکېني ډسمبر میاشتې په نسبت یوه کاري ورځ کمه وه.
د جرمني «فولکسواګن» کمپنۍ تر ټولو زیات موټرونه پلورلي چې د ټولو پلورل شويو موټرو په ۱۰۰ کې نږدې ۲۴ جوړوي.
ورپسې د «پي. اېس. اې» او «رنو- Renault» کمپنیو هرې یوې په ۱۰۰ کې ۱۲ او څه کم ۱۱ موټرونه پلورلي او د «فیات»، «کرېسلر» د کمپنۍ ونډه هم په ۱۰۰ کې څه کم اووه وه.
د نویو موټرو پلورل د اقتصادي ښې ودې یوه بله نښه ده.
په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اقتصادي رکود په پایله کې د موټرو خرڅلاو زښت زیات راولوېد، خو دغه بهیر له ۲۰۱۳ میلادي کال وروسته پرلهپسې پورته روان دی.