د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۴ زمری ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۳۳

په غزني کې د ماین چاودنې ۴ افغان سرتېري ټپیان کړي


د غزني سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې تېره شپه په سړک کې د ايښودل شوي ماین چاودنې څلور افغان سرتېري ټپیان کړي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري، د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چاودنه تېره شپه د غزني د مرکز او اندړو ولسوالۍ ترمنځ لویه لار کې د ملي اردو پر یوه هاموې موټر شوې ده.

ښاغلي نوري دا د وسله‌والو طالبانو کار بللی دی.

خو وسله‌والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG