د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۲۳

بغلان کې د "البرز ٢٢" په نوم عملياتو کې ځيني پرمختګونه شوي


په بغلان ولايت کې چارواکي وايي چې د "البرز ٢٢" په نوم پوځي عملياتو کې ځيني پرمختګونه شوي دي.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح‌الله شجاع وايي، دغه عمليات دا مهال په ډنډ شهاب‌الدين کې چې د کندز او بغلان ترمنځ د لارې په اوږدو کې پرته سيمه ده روان دي.

په دغو پوځي عملياتو کې د اوښتو تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه‎دي ويل شوي.

هغه وويل چې وروسته به دغه پوځي عمليات نورو سيمو ته وغځول شي.

دغه پوځي عمليات پرون پيل شول، د چارواکو په خبره تر هغو به دوام کوي، څو هغه سيمې چې د وسله‎والو تحرکات په‌کې شته، تصفيه شوي نه‎وي.

XS
SM
MD
LG