د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

د ارزګان خلک وایي، مرکزي اداره له دغه ولایت سره توپیري چلند کوي


د ارزګان ځوانانو او مدني فعالانو له مرکزي ادارې څخه غوښتنه وکړه چې د نورو ولایتونو په څېر دې ورته برښنا ورکړي.

دوی وايي چې د هېواد د اساسي قانون د ۲۲مې مادې پر اساس د افغانستان ټول خلک نارینه او ښځې یو شان حقوق لري، خو مرکزي اداره نسبت نور ولایتونو ته د دغه ولایت له خلکو سره تو پیري چلند کوي.

د ارزګان فعالان او ځوانان زیاتوي چې دولت په دغه ولایت کې خلکو ته یوکیلواټ برښنا په ۴۰ افغانۍ ورکړې، خو په نورو ولایتونو کې خلکو ته په درې او یاهم پنځه افغانۍ برښنا ورکړې چې د خلکو په وینا، دا خپله له اساسي قانونه سرغړونه ده.

دغو ځوانانو او فعالانو چې نن یکشنبه یې یو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړی و، په لاسونو کې یې یو لړ شعارونه هم نیولي وو چې پرې لیکل شوي وو، ټولو افغانانو ته باید په یوه سترګه وکتل شي، ولې په ارزګان ولایت کې یو کیلواټ برښنا په ۴۰ افغانۍ ده، ولسمشره! ارزګان هم د افغانستان د جغرافیې یو برخه ده.

دوی وايي چې د ډیزلي برښنا پرځای دې لمریزه او یا هم د ابو برښنا ورته جوړه شي.

مدني فعالانو جاوید خپلواک اوغلانبي شجاع داسې وویل:

"تاسي وګورئ، د کجکي د برښنا بند نیم د ارزګان په خاروه کې جوړ شوی، خو بیا هم دغه ولایت ته برښنا نه ده ورکړل شوې او بل دا چې موږ په مرکز ترینکوټ کې د اوبو او لمریزې برښنا د جوړولو لپاره ښه اوبه، هوا او ځمکه لرو، خو بیاهم موږ ته برښنا نه جوېږي."

"زه له مرکزي ادارې غوښتنه کوم چې د خدای لپاره د ارزګان د غریب او بې چاره ولس سره داسې مه کوئ، دغه خلک له هرڅه بې برخې دي."

ارزګان ولایت چې د افغانستان په زړه کې موقیعت لري، ښه هوا او پریمانه اوبه لري چې د تېري په نوم سیند يې دهلمند پر لور د کجکي بند ته بهېږي، خو په ارزګان کې د برښنا څرک پکې نه تر سترګو کېږي.

د ارزګان ولایت د برښنا د ځايي ادارې مسؤلېن هم مني چې په دغه ولایت کې برښنا کمه او قیمت يې له حده لوړ دی، خو پړه پر مرکزي ادارې وراچوي.

عبدالسمیع شرافت ازادي راډيو ته وویل چې د برښنا د لوړ قیمت له کبله يې اوس ۷۵ سلنه مشتریان کم شوي، د ګټي اخیستنې توان يې نه لري.

ښاغلي شرافت وویل:

"زه د خلکو دغه خبري تأييدوم چې وايي، د برښنا قیمت لوړ دی، موږ په ارزګان ولایت کې اوس یوکیلواټ برښنا په ۴۰ افغانۍ ورکوو، دا د مرکزي ادارې امر دی چې موږ ته يې کړی دی، په دې اړه ما له مرکزي ادارې او ولایتي ادارې سره خبرې کړي، خو هغوی تر اوسه په دې اړه هېڅ هم نه دي کړي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ارزګان مېشتو د برېښنا د لوړ قیمت په اړه شکایتونه کړي وو.

هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د برښنا د مرکزي ادارې له مسؤلینو سره هم خبرې وکړو، خو د پوره هڅو سره سره بیاهم بریالي نه شو.

د یادونې وړ ده چې په دغه ولایت کې خلک نه یوازې له برښنا څخه بې برخې دي، بلکې د روغتيايي خدمتونو او د ښوونې او روزنې ترڅنګ له هر ډول پرمختیايي خدماتو بې برخې دي.

راپور: شریف الله شرافت

XS
SM
MD
LG