د ارزګان سیمه ييز امنیتي مسؤلين وايي چې طالبانو په خپل واک لاندې سیمو کې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي چې پاکستان يې تمويلوي او ډاکټران يې ورته رالېږلي دي.
د ارزګان سیمه ييز امینتي چارواکي دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې په دې ورستیو کې د امریکا ولسمشر پر پاکستان له دې کبله مالي مرستې وځنډولې چې له ترهګرو ډلو سره مرستې کوي.
خو د ارزګان ځايي چارواکي وايي، پر پاکستان له فشارونو سره سره بیاهم دغه هېواد د طالبانو له ملاتړه نه دی لاس په سر شوی.
په ارزګان ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پاکستان په ارزګان کې د طالبانو درملنې ته روغتیايي مرکزونه جوړ کړي او د هغو طالبانو درملنه پکې کوي، کوم چې له افغان ځواکونو سره د جګړې پرمهال ټپیان کېږي.
نوموړی وايي چې دغه روغتیايي مرکزونه د ترینکوټ اړوند په محمد بني خان هډه کې جوړ شوي چې پاکستاني ډاکتران پکې دي او د طالبانو هر راز درملنه کوي.
ښاغلي قیمتي وویل:
"موږ کشفي او استخباراتي معلومات لرو چې پاکستاني ډاکتران ارزګان ته راغلي او دلته د طالبانو تداوي کوي، ځکه چې طالبان پاکستان ته خپل ټپیان نشي وړای، دا ډېر وخت غواړي، خو دلته د دوی درملنه ډېره اسانه شوې ده، موږ هغوی ته ډېرې ضربې وارد کړې دي."
دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا درې میاشتې وړاندې طالبانو په ارزګان ولایت کې ټول روغتیايي مرکزونه د دوه نیمو میاشتو لپاره ځکه تړلي وو چې تر خپل واک لاندې سیمو کې يې د جراحي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کوله چې بیا له حکومت سره تر موافقې وروسته خوشې شول.
ښاغلي قیمتي د خپلو خبرو په یوه بېله برخه کې ازادي راډیو ته وویل چې دوی له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې د ترینکوټ اړوندو سیمو کې تعرضي عملیات پیل کړي چې پرمهال يې ۱۳۲ تنه وسله وال طالبان وژلي او نېږدې ۸۰ تنه نور يې ټپیان کړي دي.
نوموړی وايي چې د دغه عملیاتو پرمهال یوشمېر سیمې هم د افغان ځواکونو ترواک لاندې راغلي دي.
دی وايي:
"موږ په دې ورستیو عملیاتو کې د طالبانو ډېر ملګري وژلي او هغوی مو په شا کړي او له هغوی څخه مو ګڼې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي، موږ به هغوی هیڅکله په کراره پرې نه ږدو او هغوی به نابود کړو. "
قیمتي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې عملیات اوس هم په سیمه کې روان دي او غواړي چې ټولې هغه سیمې چې اوس پکې طالبان شتون لري، تصفیه کړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خو پاکساني چارواکو له دې وړاندې د افغان چارواکو دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.
راپور: شریف الله شرافت