د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۵ تله ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۵

د سوداګرۍ خونه: اوس هم په ګمرکونو کې زورواکي عواید حیف او میل کوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په مالیاتي سیسټم کې پر بدلون او اصلاحاتو سربېره اوس هم په لارو کې له سوداګرو پیسې اخیستل کېږي.

د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي چې د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲۴ مه» یې د مالیاتي اوونۍ د لمانځغونډې په پای کې خبرې کولې، ویې ویل چې اوس هم په ګمرکونو کې زورواکي عواید حیف او میل کوي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

ښاغلي الکوزي وویل:

"اوس هم زه په مسؤلیت سره ویلای شم چې د دولت او د خلکو ډېر عواید په ګمرکونو کې د زورواکو او نامسؤلو خلکو له خوا حیف او میل کېږي، د هغه چا له لاسه چې د ټوپک په خوله باندې حکومت کوي، د ټوپک د میل په واسطه له خلکو مالیه اخلي، دغه خلک چې مستقیماً د کمرکاتو په کارونو کې مداخله کوي، زه هیله مند یم چې حکومت یې باید مخه ونیسي."

د فساد د مخنیوي په هدف یوه اوونۍ د مالیاتي اوونۍ په توګه نومول شوې وه چې نن یکشنبه یې وروستۍ ورځ وه.

د عوایدو عمومي رئیس عبدالحبیب ځدراڼ وايي، مالیاتي سیسټم او مالياتي قوانین یې ساده کړی او دغه شان هڅه کېږي چې د مالیې ورکړه برښنايي او هم د مالیاتي ستونزو د حل یو بورډ رامنځته کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال نجیب الله وردګ په کمرګونو کې د فساد موجودیت مني او وايي، د پخوا په پرتله فساد را کم شوی، خو هومره نه چې تمه یې کېده.

خو نوموړي ازادي راډیو سره په خبرو کې په کمرګونو کې د زورواکو د شتون خبره په کلکه رد او زیاته یې کړه:

"په ګمرکونو کې د فساد کچه راکمه شوې ده، مګر په هغه اندازه نه ده کمه شوې، کوم چې موږ یې تمه لرو، په ګمرکونو کې د فساد د مخنیوي او بدلون په هدف اصلاحي پروګرامونه تر لاس لاندې لرو، په ګمرکونو کې فساد شته، خو د زورواکو شتون نه منو."

ښاغلی وردګ وايي، د تېر کال په پرتله د عواید په راټولو کې ۱۴ فیصده زیاتوالی راغلی، یعنی روان کال ۷۳ میلیارده افغانۍ زیات عواید راټول شوي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د تېرو کلونو په پرتله ۵۰ فیصده تولیدات او واردات کم شوي، خو په منظم سیسټم سره د مالیې راټولول د دې لامل ګرځېدلی چې د حکومت عواید زیات شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG