د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۶ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۱:۴۰

د سوداګرۍ خونه وایي، په تېرو ۸ میاشتو کې ۹۰۰ ټنه جلغوزي صادر شوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي، په تېرو ۸ میاشتو کې د پینځو میلیونو ډالرو په ارزښت ۹۰۰ ټنه جلغوزي بهرته صادر شوي دي.

د دغې خونې د صادراتو د پراختیا رئیس میرزمان پوپل نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه جلغوزي چین، ویتنام، هند، پاکستان او اروپايي هېوادونو ته استول شوي دي.

ښاغلی پوپل زیاتوي، اټکل کېږي چې د روان لمرېز کال ترپایه د جلغوزو صادرات څه باندې ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي.

نوموړی وایي چې اوس مهال په جنوبي زون کې زیات شمېر بزګران د جلغوزو محصولات راټولوي.

XS
SM
MD
LG