د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

چين او روسيې د ایران د اټمي تړون په باب د امريکا پر څرګندونو اندېښنه ښوولې


چين يو وار بيا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره د ايران د ٢٠١۵مېلادي کال د اټمي تړون ملاتړ وکړ.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د راوندا د سفر پر مهال د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ته ټليفون کړى او ويلي يې دي چې د تړون تطبيق نه دى منحرف شوى، بلکې د سينهوا خبري اژانس په حواله، دغه تړون به له ځينو نويو پېچلو عواملو سره مخامخ شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره.
د چین د بهرنیو چارو وزیر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره.

رويټرز اژانس د وانګ يي خبرې رااخيستي چې ويلي يې دي، د اټمي تړون تطبيق د ټولو ښکېلو لوريو مسؤليت او د نړيوالې ټولنې يو ارمان دى.

تر دې مخکې د ايران د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ د دغه تړون په اړه د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د غوښتنو په تړاو په خپل اول عکس العمل کې ټينګار وکړ چې «نه به اوس او نه په راتلونکي کې په دغه اټمي تړون کې کوم تغيير ومني».

ډونالد ټرمپ
ډونالد ټرمپ

ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ له ايرانه د بنديزونو د کمېدو موده تمديد کړه خو په عين حال کې يې وويل، دا اخري وار دى چې له ايران څخه د بنديزونو ليرې کېدل تمديدوي او د دغه تړون نيمګړتياوې بايد حل شي.

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ دا خبردارى هم ورکړ چې يا دې د دغه تړون ويجاړوونکې نيمګړتياوې اصلاح شي، يا به د امريکا متحد ايالتونه له دغه تړون څخه ووځي.

چين او روسيې پر دې موضوع اندېښنه وښووله.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين سيرګي ريابکوف پرون شنبه په مسکو کې وويل، هېواد يې د امريکا د وروستيو اقداماتو له کبله اندېښمن شوى دى.

هغه زياته کړه، روسيه په دې باور ده چې د امريکا متحدو ايالتونو له مخکې تصميم نيولى چې له ايران سره له شوي تړون څخه ووځي.

د راپورونو له مخې ريابکوف ويلي چې دا کېداى شي د واشنګټن تر ټولو غټه تېروتنه او د امريکا د پاليسۍ يوه ناسمه محاسبه وي.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي له ايران څخه د بنديزونو د ليرې کېدو د څلور مياشتني تمديد په باب ډونالد ټرمپ تصميم ته په اشاره په يوه بيان کې ټينګار کړى چې امريکا به د ايران خطرناک او بې ثباتوونکي کړنې ونه زغمي.

پر اټمي موضوع دغه تړون د ايران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ په ٢٠١۵مېلادي کال کې لاسليک شو.

په دغو شپږو هېوادونو کې امريکا، بريتانيا، فرانسه، روسيه، چين او جرمني راځي.

د ایران د اټمي پروګرام په لاسلیک کې شامل هېوادونه.
د ایران د اټمي پروګرام په لاسلیک کې شامل هېوادونه.

د تړون له مخې له ايران څخه ځينې اقتصادي بنديزونه ليرې کړاى شول، په بدل کې يې تهران خپل اټمي فعاليتونه محدود کړل.

XS
SM
MD
LG