تاجکستان او ازبکستان د خپلو وګړو لپاره د یو بل هېوادونو ته له ویزې پرته پر تګ راتګ موافقه وکړه.
د تاجکستان د رسنیو د راپورونو له مخې دا موافقه دوشنبې ته د ازبکستان د صدراعظم عبدالله عارفوف د پروني سفر په ترڅ کې وشوه.
ښاغلي عارفوف له خپل تاجکستاني سیال قاهر رسولزاده سره د کتنې پرمهال وویل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ویزې د له منځه تلو تفاهملیک به ډېر ژر بشپړ او لاسلیک شي.
د دې موافقې له لاسلیک سره د ازبکستان او تاجکستان وګړي کولای شي له ویزې پرته د یو بل هېوادونو ته سفر وکړي. همدا راز چارواکو ویلي چې د شوې موافقې له مخې د دواړو هېوادو د مهمو ښارونو ترمنځ د بسونو مستقیم تګ راتګ به هم پیل شي.
د ازبکستان او تاجکستان ترمنځ د ویزې د لهمنځه تلو پریکړه له دې مخکې هېڅکله نهوه شوې او د دواړو هېوادونو وګړو د ویزو د ترلاسه کولو په برخه کې خورا لویې ستونزې درلودې.
ازبکستان او تاجکستان چې دواړه د افغانستان ګاونډیان دي له یو بل سره ۱۲۸۳ کیلومتره ګډه پوله لري.
د پخواني شوروي له ړنګېدو په را وروسته موده کې د ازبکستان او تاجکستان اړیکې تل کړکېچن پاتې شوي ځکه دواړو هېوادونو د سرحدونو، اوبو، د انرژۍ د سرچینو او ټرانزیټي مسایلو پر سر تل له یو بل سره لانجې لرلې.
د اسلام کریموف د ولسمشرۍ په ۲۵ کلنه دوره کې د دې دوو هېوادو ترمنځ اړیکې لا هم کړکېچن وو، خو ویل کېږي په ازبکستان کې د ولسمشر په توګه د شوکت میرضیایف له واکمنېدو وروسته اوس له تاجکستان سره د دې هېواد اړیکې تر ډېره ښه شوي دي.