د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۵ غویی ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۰۷

د روسیې ولسمشر وايي د مې له لومړۍ نېټې کښته معاشونه لوړوي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ژمنه وکړه چې په روسیه کې به د مې له لومړۍ نېټې وروسته کښت معاشونه زیات کړي.

دا د مارچ په میاشت کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین د پیلامې وخت دی.

پوتین پرون د تور «Tver» په ښار کې د یوې فابریکې کارګرو ته وویل چې دا پریکړه به د نېږدې دڅلورو میلیونو کسانو پر ژوند اغېز وکړي.

په روسیه کې ټیټ معاش نېږدې نهه نیم زره روبله دی چې نېږدې یوسل او شپږ شپیته امریکایي ډالره کېږي.

XS
SM
MD
LG