د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

ولسي جرګه: د تېلو ۹ شرکتونه باید حکومت ته څه باندې ۲۲۹ میلیارده افغانۍ مالیه ورکړي


د افغانستان ولسي جرګه وايي، د تېلو شااوخوا نهه واردوونکي شرکتونه باید دولت ته څه باندې ۲۲۹ میلیارده افغانۍ مالیه ورکړي.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د دوی د شپږو کمېسیونونو څېړنې ښيي چې د تېلو شااوخوا نهو واردوونکو شرکتونو، له ۱۳۹۳ لمریز کال نه نیولې تر ۱۳۹۴ لمریز کال پورې، حکومت ته د خپلو فعالیتونو څه باندې ۲۲۹ میلیارده افغانۍ مالیه نه‌ده ورکړې.

د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د جرګې په عمومي غونډه کې دغه راپور ولوست او ویې‌ویل چې د واردوونکو تېلو د څه باندې ۱۰ شرکتونو له مسؤلینو سره‌یې بحثونه کړي، اسناد یې څېړلي او موندلې یې ده چې دغو شرکتونو د تېلو له ټاکلو معیارونو څخه ډېر تېل وارد کړي او مالیه‌یې دولت ته نه‌ده ورکړې.

پر دغه راپور د جرګې د غړو له بحثونو وروسته د جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي وویل چې د یاد راپور مصوبه دې جوړه او اړوندو ارګانونو ته دې وسپارل شي.

عبدالرؤف ابراهیمي
عبدالرؤف ابراهیمي

نوموړي زیاته کړه:

"دغه راپور تصویب شو، دا به لویې څارنوالۍ ته ولېږو. د څارنې لپاره به‌یې د ولسي جرګې له غړو یو پلاوی وګمارو چې په دې هکله د لویې څارنوالۍ اجراأت وڅاري، د څارنوالۍ په همکارۍ."

د ولسي جرګې لومړي منشي عبدالقادر ځاځي وطندوست چې د واردوونکو شرکتونو د اسنادو د څېړونکي پلاوي مشري یې کړې وویل، د تېلو دغو واردوونکو شرکتونو چې کلونه کلونه‌یې د هېواد امنیتي ارګانونو ته تېل وارد کړي، د ګمرکي معافیت له اسنادو ناوړه ګټه پورته کړې او له میلیونونه لیټره زیات تېل‌یې وارد کړي او په بازارونو کې یې پلورلي دي.

ښاغلي ځاځي وویل، د شپږو میاشتو د څېړنو په موده کې یې د دغو شرکتونو اسناد او دوسیې له اخیستونکو ارګانونو سره هم شریکې کړي، خو د ډېری شرکتونو په اسنادو کې نیمګړتیاوې څرګندې شوي او د دوی پوښتنو ته‌یې قناعت بخښونکي ځوابونه نه‌دي ویلي.

عبدالقادر ځاځی وطندوست
عبدالقادر ځاځی وطندوست

د ښاغلي وطندوست په خبره دغه شرکتونه باید ۲۲۹ میلیارده ۲۵۷ میلیونه ۸۰۷۷۳۰ افغانۍ مالیه دولت ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې مېشت شول، افغان حکومت د دغو ځواکونو د اړتیا وړ واردېدونکي تېل، له مالیې څخه معاف کړل.

د مالیې وزارت وايي، د دغې قضیې د څېړلو لپاره دوی هم له یوې کمپنۍ سره هوکړه کړې ده.

اجمل عبدالرحیمزی
اجمل عبدالرحیمزی

د دغه وزارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل:

"د مالیې وزارت تل هڅه کړې چې مالیاتي معافیات د افغانستان د نافذه قوانینو او نړیوالو معیارونو له مخې ترسره کړي، موږ د پلټنې له یوې معتبرې کمپنۍ سره هوکړه‌لیک کړی چې اسناد او مدارک مطالعه کړي او کله چې د ملي شورا له‌خوا دغه راپور موږ ته ورسېږي، له کمپنۍ سره به‌یې یوځای وڅېړو."

د ولسي جرګې ځینو نورو غړو وویل، د بهرنیو ځواکونو لپاره د تېلو د مالیې د معافیت له اسنادو اوس هم، د تېلو ځیني واردوونکي شرکتونه ناوړه ګټه اخلي او نه‌یوازې دا چې زیات بلکې بې‌کیفیته تېل هم واردوي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د تېلو او ګازو تصدۍ ویلي و چې هڅې یې تېزې کړي چې د هېواد په بندرونو کې د بې‌کیفیته او غیر قانوني تېلو د واردولو مخه ونیسي.

دا چې د هېواد عدلي او قضايي ارګانونه به د ولسي جرګې د دغې مصوبې په اړه څه اجراأت وکړي دا به وروسته څرګنده شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG