د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

د نفتي موادو تصدي: شفافیت برخه کې مو هڅې مافیايي غبرګونونو سره مخ دي


د افغانستان د نفتي موادو د تصدۍ ریاست وايي، د نویو تګلارو او قوانینو په عملي کولو سره غواړي شفافیت تأمین او یاده غیر فعاله اداره فعاله کړي.

د یادې ادارې رئیس ولید تمیم د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د تېرو درېیو اوونیو راهیسې بېلابېل ټيمونه کار کوي چې د نفتي موادو په برخه کې نوي قوانین عملي او د کار کوونکو تنخواوې وسنجوي.

د افغانستان د نفتي موادو د تصدۍ رئيس ولید تمیم.
د افغانستان د نفتي موادو د تصدۍ رئيس ولید تمیم.

ښاغلي تمیم وویل:

"داسې لارې وې چې عواید به لیک کېدل او یوه کارکونکي په اسانه کولای شول چې په ۵۰۰۰ افغانۍ معاش څو پوړه کور جوړ کړي، دا پروسه همداسې روانه وه، خو موږ د عوایدو ورکېدل له‌منځه یوړل او مرکزي مو کړل، اوس موږ درې چنده ډېر عواید لرو."

د ښاغلي تمیم په باور، د نفتي موادو د تصدۍ ریاست عواید اوس‎مهال په کلني ډول له یو میلیارد افغانیو ډېر شوي په داسې حال کې چې د ده په وینا، د تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې دا اداره یوه غیر فعاله اداره وه.

د معلوماتو له مخې په یاد سکټور کې ۴.۵ میلیارده ډالره پانګونه شوې، خو ډېر وخت‌یې کیفیت او کمیت له جدي شکایتونو او انتقادونو سره مخ وي.

د نفتي موادو د تصدۍ رئیس وايي چې د شفافیت د تأمین په برخه کې یې هڅې له مافیايي غبرګونونو سره مخ دي، خو د ولسمشر په حکم رامنځته شوي نوي بدلونونه د تطبیق وړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ریاست ځينو کارکوونکو د تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هغه څه په اړه چې دوی یې د خپلو حقونو خلاف ګڼي، کاري اعتصاب کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم په دې برخه کې شفافیت د حس وړ بولي، خو وايي چې د نفتي موادو د کیفیت لپاره په بندرونو کې لا هم جدي څارنې ته اړتیا ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلی

د دغې خونې ویاند صیام‎الدین پسرلي ازادي راډیو ته وویل:

"بدبختانه چې افغانستان له پاکستان سره ډېره پراخه پوله لري، دوهم دا چې زموږ پولې لا هم کنټرول نه‌دي بل دا چې زموږ په بندرونو کې اوس هم زورواکي حاکم دي او اوس هم نفتي مواد قاچاق کېږي، خو یو څه اندازه کار شوی، ولې دومره هم نه چې د ډاډ وړ وي."

خو د نفتي موادو تصدي بیا وايي چې د کیفیت د څارنې او قاچاق د مخنیوي لپاره‎یې بندرونو ته هم خپل تخینکي ټيمونه لېږلي دي.

له دې سره افغان حکومت په نورو هېوادونو هم غږ کړی چې د دغه هېواد په سوداګرو بې‌کیفیته، تېل، ګاز او نفتي توکي خرڅ نه‌کړي.

راپور: یوسف‎ خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG