د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

د تېلو او ګازو تصدیو ادارې عواید ۳۷۰ میلیونه افغانۍ لوړ شوي


د افغانستان د تېلو او ګازو د تصدۍ ریاست وايي، په وروستي یوه کال کې د دغې ادارې عواید، ۳۷۰ میلیونه افغانۍ زیات شوي دي.

د تېلو او ګازو د تصدۍ رئیس وايي، په دغې اداره کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو وروسته، یاده اداره په یوه شفاف ارګان اوښتې او عواید یې هم د تېرو کلونو په پرتله، درې برابره زیات شوي دي.

ولید تمیم د سې شنبې په ورځ په کابل کې د مالیې وزارت د تصدیو له رئيس سره په یوې ګډه ناسته کې، په عایداتي منابعو کې شفافیت، په راپور ورکولو کې دقت او د غوڅ ملاتړ ځواکونو له معاف شویو تېلو څخه د حق‌الخدمت اخیستل، د دغې ادارې د عوایدو د زیاتوالي لاملونه یاد کړل.

ښاغلي تمیم په دې اړه وویل:

"د ۱‍۳۹۴ کال بیلانسي راپورونه ښيي چې موږ ۲۱۹ میلیونه افغانۍ خالص عواید درلودل، خو د ۱۳۹۵کال بیلانسي راپورونه چې د ارقامو له مخې وړاندې شوي، موږ ۵۹۰ میلیونه خالص عواید ترلاسه کړي دي، که فیصدي ته‌یې وګورو، درې برابره زیاتوالی ښيي او عواید مو ۳۷۰ میلیونه افغانۍ شوی دی."

د افغانستان د تېلو او ګازو تصدۍ رئيس وايي، لومړي ارقام ښيي چې سږ کال څه باندې درې میلیونه مټریکه ټنه نفتي مواد، د ګمرکونو له لارې هېواد ته وارد شوي چې د تېر کال په نسبت زیات دي.

ښاغلي تمیم وویل، له ترکمنستان او قزاقستان وروسته، له ۳۵ څخه تر ۳۷ فیصدو پورې تېل، له ایران څخه هېواد ته واردېږي.

ده د یوې ترتیب شوې کړنلارې په اساس، په هېواد کې د تېلو د ټانکونو د معیاري کولو خبره هم وکړه.

د مالیې وزارت د تصدیو رئيس ابراهیم شمس، د افغانستان د تېلو او ګازو تصدۍ هڅې وستایلې او ټینګار ېې وکړ چې د تصدیو چارو ته پاملرنه، د دوی کاري لومړیتوب دی.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، اوس په هېواد کې ۳۶ تصدۍ په بېلابېلو برخو کې فعالې دي.

د تېلو او ګازو ریاست مسؤلین په داسې حال کې د دې ادارې په چارو کې د شفافیت او د عوایدو د زیاتوالي خبرې کوي چې پخوا تر دې په دغې اداره کې، پر فساد انتقادونه شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، اوس هم د هېواد په کمرګونو او د نفتي موادو په چارو کې بشپړ شفافیت نه‌شته، بلکې د مالیې زیاتوالی، د عوایدو د زیاتېدو سبب شوی دی.

عبدالله واحدیار.
عبدالله واحدیار.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالله واحدیار ازادي راډیو ته وویل:

"دغه په اصل کې مالیات لوړ شوي، د مالیاتو له لوړوالي سره طبیعي خبره ده چې عایدات زیاتېږي، په دې معنی چې د عوایدو لوړوالي له ملت نه ایستل کېږي، په عمومي توګه نفتي مواد ورځ په ورځ پورته کېږي."

ښاغلی واحدیار د عوایدو د زیاتوالي خبره سمه نه‌ګڼي او وايي چې افغانستان یو جنګ ځپلی هېواد دی، لومړی دې په‌کې سیستم شفاف شي او ورپسې دې د عوایدو د زیاتوالي خبره وشي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG