د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو په لارښوونه د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخلي.
دفاع وزارت وايي، داعش د نورو ترورېستي ډلو په څېر د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې فعالیت کوي، خو وايي ګواښیې دومره جدی نهدی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې ډېری ترسره کېدونکې حملې ځکه داعش ته منسوبېږي چې ګواکې دغه ډله قوي وښودل شي، خو واقعیت دا دی چې داعش ماته خوړلې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"داعش د پاکستان له لارې تمویل او تجهیزېږي او کله چې هر ترورېستي ګروپ په افغانستان کې ترورېستي عمل ترسره کوي د سیمې یو شمېر استخباراتي کړۍ د دې لپاره چې امتیاز ترلاسه کړي اعلانوي چې داعش په افغانستان کې ګواښونه رامنځته کوي، خو داسې نهده داعش په افغانستان کې ماته خوړلې ده."
د ښاغلي رادمنش په خبره په افغانستان کې ډېری حملې د حقاني شبکې له لوري ترسره کېږي، خو یوازې مسؤلیتیې داعش ډله مني.
له بله پلوه د افغان حکومت یوې باوري سرچینې چې نهیې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبلهیې نوم یاد شي ازادي راډیو ته دا تأیید کړه چې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې حملې حقاني شبکه کوي، خو یوازې مسؤلیتیې داعش پر غاړه اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د ډېرو خونړیو او سختو حملو مسؤلیت داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې منلی دی.
داعش ډلې د هرات پر "جوادیه" جومات د انتحاري حملو مسؤلیت ومانه
کابل کې د نننۍ انتحاري مسؤلیت داعش په غاړه واخیست
وروستۍ هغهیې په کابل کې د تبیان په نوم پر یوه فرهنګي مرکز حمله وه چې له کبلهيې ۵۲ تنه ووژل شول او له ۹۰ ډېر ټپیان شول.
مزاري: پر تبیان فرهنګي مرکز برید کې د وژل شویو شمېر ۵۲ تنو ته ورسېد
په ورته وخت کې د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، په افغانستان کې ډېری حملې طالبان او حقاني شبکه کوي، خو داعش ته ځکه منسوبېږي چې د سیمې یو شمېر هېوادونه ترې ووېرول شي.
له ډلې یې عبدالله قرلق ازادي راډیو ته وویل:
"په افغانستان کې ډېری حملې او حرکتونه د طالبانو او حقاني شبکې پورې اړه لري، خو لکه څنګه چې د پاکستان استخبارات هم دلته فعال دي نو دا حملې ځکه داعش ته منسوبېږي چې د هغوی رول کم وښودل شي او ځیني امتیازات ترلاسه شي."
که څه هم تر دې وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون اکثرو افغان چارواکو او یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې داعش جدي خطر بللی و، خو ښاغلی قرلق د دفاع وزارت د خبرو په تأیید وايي چې د سیمې استخباراتي کړۍ له ځینو هېوادونو د باج اخیستلو لپاره له داعش څخه د وسیلې په توګه کار اخلي، خو د جګړې په میدان کې بیا طالبان او حقاني شبکه فعال حضور لري.
راپور: محمد حدیث پردېس