د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ سلواغه ۱۳۹۶ کابل ۰۲:۲۴

زلمی ویسا: اساسي قانون دې پر ټولو افغانانو يو شان تطبيق شي


د کندهار ولایتي چارواکي وایي، قانون دي پر ټولو افغانانو يو شان تطبيق شي.

چارواکو دغه څرګندونې نن یکشنبې «۱۳۹۶کال مرغومې۱۷»د اساسي قانون د اوونۍ په لمانځ غونډه کې وکړې او له لوړ پوړو چارواکو څخه يې وغوښتل چې د قانون تطبيق ته لومړيتوب ورکړي.

چارواکي په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغان حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه همدا اساسي قانون بولي او وایي، له هغه څخه دفاع يې اساسي دنده ده او ټول اړخونه باید دغه ملي وثیقې ته درناوی وکړي.

د يکشنبې په ورځ د کندهار ولایتي چارواکو هم د اساسي قانون د ملي اوونۍ په لمانغونډه کې وویل چې د زورواکو شتون، له حکومتي مقامه د ځینو چارواکو ناوړه استفاده، د یو شمېر کړیو له‎ خوا په خپله ګټه د قانون تعبیر او په ځینو سیمو کې د ناامنیو له امله د دولتي حاکمیت کمزورتیا هغه څه دي چې په کندهار کې يې د قانون د بشپړې واکمنۍ مخه نیولې ده.

د کندهار والي جنرال زلمي ویسا په دې اړه وویل چې د ترورستي ډلو فعاليت او نا امنیو په ځینو سيمو کې د قانون نقض ته هم زمينه برابره کړې او ځینې کسان د خپلو شخصي ګټو د تامين لپاره اساسي قانون تر پېښو لاندې کوي، خو والي وایي، د اساسي قانون تطبيق به بيا هم د ولایتي ادارې له لومړيتوبونو څخه وي.

زلمی ویسا
زلمی ویسا

"کوښښ وکړو څه چې قانون زموږ څخه غواړي هغه تطبیق کړو څو موږ وکولای شو هغه څه چې په موږ هر یوه پوري تړلي وي هغه د قانون په چوکاټ په هغه خپله ساحه کې ولس و دولت ته وړاندې کړو."

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم د اساسي قانون د اوونۍ لمانځغونډې ته په وينا کې وویل چې د دولت عالي رتبه مامورين د اساسي قانون او ملي ګټو خلاف کارونه کوي او دغه ملي وثيقه خپله شخصي دارائي بولي.

رازق وایي، په افغانستان کې رامنځته شوي لاسته راوړنې باید د افرادو د شخصي غوښتنو قرباني نشي او د افغانستان په اساسي قانون کې درج شوي مادې بايد د روانو ناخوالو د پای ته رسولو په هدف حتمي عملي شي.

جنرال عبدالرازق
جنرال عبدالرازق

هغه وویل:

"اساسي قانون د افغانستان د هر غره شپانه او چې په هرڅومره لوړ مقام کې ناست وي د هغو لپاره یو رنګ دي فرق يې نشته."

د سرحدونو او قبائيلو چارو وزیر ګل اغا شیرزي هم غونډې ته په خپلو خبرو کې د قانون پر تطبیق ټينګار وکړ.

شېرزي وویل په هېواد کې د موجوده ستونزو څخه د وتلو یوازنۍ لار په اساسي قانون عمل کول دي.

د افغانستان اساسي قانون په ۱۳۸۲ کال کې د جدي په مياشت کې تصویب شو.

روانه اوونۍ په ټول هېواد کې د اساسي قانون د ملي اوونۍ په توګه لمانځل کېږي.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG