د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

خلک: امنیتي سرتېروته سپکاوي کوونکي باید مجازات شي


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي امنیتي ځواکونو ته سپکاوی د نه منلو وړ بولي او عاملانو ته یې د مجازاتو غوښتنه کوي.

دوی وايي، د یو شمېر چارواکو له خوا خاصتاً په کابل ښار کې د پولیسو د وهلو ټکولو او سپکاوي دوام اندېښمن کړي.

خلک وایي، دا ډول پېښې د نه منلو دي او د کورنیو چارو وزارت باید ورته رسیدګي وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکی خواجه سیر وایي، په دې وروستیو کې د ولسي جرګې د ځينو غړیو او یو شمېر چارواکو له خوا د پولیسو د وهلو ټکلو پېښو شاهد و.

هغه زیاته کړه:

"خپل سرې خلک او پخواني جنګسالاران قانون تر پښو لاندې کوي او زموږ پولیس وهي او ټکوي، نو د قانون پلې کېدل او دولت څه شول؟ دا ښار په یوه بې بازخواسته ښار باندې بدل شوی دی او له ولسمشر غني نه غواړم چې د دا ډول بې بند و باریو مخه و نیسي."

په تر ټولو تازه مورد کې تېره اوونۍ د پنځلسمې حوزې مربوط یو پولیس د سرحدونو چارو وزارت د مخکیني مرستیال جنرال جرأت د ساتونکو له خوا و وهل شو.

دې پېښې په ټولنیزو شبکو لکه فیسبوک کې هم غبرګونونه را و پارول او دوی له کورنیو چارو وزارته وغوښتل چې د پولیسو د سپکاوي پر وړاندي بې پروایې ته د پای ټکی کېږدي.

د کابل ښار اوسېدونکي وایي، پولیس د خلکو د عزت او مال ساتونکي دي او باید د هغوی پر وړاندې سپکاوی پای ته و رسول شي.

د کابل ښار بل اوسیدونکی غلام یحیی له حکومته په دې برخه کې ځینې غوښتنې لري:

"پولیس هره ورځ له زرګونو ستونزو سره سره د خلکو په خدمت کې دي، د دولت مکلفیت همدا دی چې د هغوی د وهلو او ټکولو مخنیوی وکړي او عاملان یې مجازات کړي."

په تېر یوه کال کې پولیس په کابل کې د وهلو ټکولو له څلورو پېښو سره مخامخ شوي دي.

په دغو پېښو کې د ملي شورا ځينې غړي، دولتي چارواکي او یا هم پخواني پوځي مسؤلین دخیل بلل شوي دي.

خو ویل کېږي چې تر اوسه هیڅ یوه له دغو پېښو ته رسیدګي نه ده شوې.

د پولیسو ځینې افسران د دولتي چارواکو له خوا خپلو ملګرو ته د سپکاوي او د هغو د وهلو او ټکولو په اړه وایي:

"زه خواشینی یم چې زموږ چارواکي او وکیل صاحبان زموږ د خدمتونو او د وینو په قدر نه پوهېږي،هیله لرم چې زموږ مشران سرتېري و نازوي."

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي، د هغه پولیس د وهلو څېړنې ته یې یو کمېسیون ګمارلی چې په وروستیو کې د جنرال جرأت د ساتونکو له خوا و وهل شو.

نجیب دانش
نجیب دانش

هغه زیاته کړه:

"یو پلاوی ټاکل شوی دی او دا موضوع به په هر اړخیزه توګه و څېړي او طبعاً چې هر څوک د قانون پر وړاندې ځواب ورکونکی دی، موږ یوازې د ګمارل شوي پلاوي د څېړنو نتایجو ته په تمه یو."

د کابل یو شمېر اوسیدونکي وایي، حکومت باید د دولتي چارواکو له خوا د پولیس افسرانو د وهلو پېښې په جدیت سره و څېړي.

د هغوی په وینا که د پولیسو پر وړاندې سپکاوی که همدا شان دوام وکړي، نو په ښار کې د ګډوډیو د رامنځ ته کېدو او د پولیسو له لیکو د تېښتي په څېر ناوړه نتیجې به ولري.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG