د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

والي شميم خان کټوازی: پکتيا کې ۵۶۰ وسله‌وال په ۵ میاشتو کې وژل شوي


د پکتيا ولايتي چارواکي خبر ورکوي چې د تېرو پينځو مياشتو په ترڅ کې د دغه ولايت په بېلابېلو برخو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په پايلو کې نېږدې ۵۶۰ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازي ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وويل، دوی په دغه ولايت کې د امنيت ښه والي لپاره پر وسله‎والو طالبانو هوايي او ځمکني بريدونه زيات کړي دي.

نوموړی وايي، په تېرو پينځو مياشتو کې يې نېږدې ۵۶۰ وسله‎وال طالبان د دې ولايت په بېلابېلو سيموکې په نښه، د هوايي او ځمکنيو بريدونو په ترڅ کې له منځه وړي دي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی
د پکتيا والي شميم خان کټوازی

دی وايي:

"تقريباً په تېرو پينځو مياشتو کې چې زه دلته راغلی يم، د ۵۶۰ په شاوخوا کې مخالفين چې اکثره يې يا ډېره برخه يې د ډېورنډ لاين له هغه خوا څخه راغلي وو او دلته يې جګړه کوله په هوايي او ځمکنيو بريدونو کې له‎منځه وړل شوي دي او اوس يې له امله په دغه ولايت کې تر ډېره امنيتي حالت سم شوی دی."

ښاغلی کټوازی وايي، د هغو وسله‎والو طالبانو په وړاندې به کلک هوايي او ځمکنی غبرګون وښيي چې د سولې پروسې سره د يو ځای کېدو په اړه پلان نه‎لري.

دی زیاتوي:

"په اينده کې هم په هغو مخالفينو باندې چې د سولې پروسې سره نه يو ځای کېږي له هغو سره به هم همدغه چلند کېږي او له هغو وسله‎والو سره به داسې اقدامات کوو لکه اوس مو چې کړي او بلاخره به په دغه ولايت کې د خلکو د هوساينې لپاره امنيت راولو."

نوموړي زياته کړه چې د پکتيا ولايت د امنيت ښه والي او ټينګښت په خاطر يې جدي اقدامات کړي او لا نور هغه کارونه به وکړي چې د دې ولايت په امنيت کې تغير راوستلای شي.

په پکتيا کې د وسله‎والو طالبانو په وړاندې هوايي او ځمکنيو بريدونو د زياتېدو سره په سوېل ختيځ زون کې مېشت مدني فعالان وايي، په وسله‎والو طالبانو دا ډول بريدونه د ولايتونو ترمنځ د غځېدلو لويو لارو او په ټوله کې د پکتيا ترڅنګ د ورڅېرمه ولايتونو په امنيت هم تاثير لري.

مدني فعال فياض مشال وايي:

"په پکتيا ولايت کې د وسله‎والو طالبانو ځپل په نورو ورڅېرمه ولايتونو کې هم پر امنيت مثبت اغېز لرلای شي او بله لويه خبره دا چې د پکتيا، پکتيکا، خوست او لوګر امنيتي وضعيت ښه والي ترڅنګ د دغو ولايتونو او نورو ولايتونو ترمنځ غځېدلې لويې لارې هم امن کېدلای شي."

د پکتيا والي د وسله‎والو طالبانو په وړاندې د بريدونو د زياتوالي خبره په داسې مهال کوي چې وسله‎والو طالبانو هم په دغه ولايت کې د پرله‎پسې ځانمرګو بريدونو په پايله کې ګڼو دولتي تأسيساتو ته د زيان، پکتيا امنيه قوماندان د وژل کېدو ترڅنګ په بېلابېلو غلچکيو پېښو کې نظامي ځواکونو ته د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو خبرونه ورکړي دي.

وسله والو طالبان دا ردوي چې ګنې په ۵ میاشتو کې دې نېږدې ۵۶۰ وسله‎وال طالبان وژل شوي وي، اما برعکس دوی حکومت ته د اوښتو زیانونو ادعا کوي.

راپور: داوود تپان

XS
SM
MD
LG