د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

حامد ګیلاني: د سولې لپاره له قومي مشرانو او عالمانو یو ګډ کمېسیون جوړوو


د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر وايي، د بین الافغاني سولې لپاره د مخورو قومي مشرانو او دیني عالمانو یو ترکیبي کمېسیون جوړوي.

د دغه ګوند مشر وايي، د وسله والو طالبانو رهبري اکثریت په افغانستان کې ده او له بل هر وخت زیات اوس د سولې لپاره ښه فرصت برابر شوی دی.

سید حامد ګیلاني د شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۶ مه» د خپلو پلویانو یوې غونډې ته وویل، د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره له قومي مشرانو او دیني عالمانو جوړ یو ترکیبي او خود جوشه افغاني کمېسیون جوړوي.

سیدحامد گیلاني
سیدحامد گیلاني

ښاغلي ګیلاني وویل:

"د افغانستان د سولې لپاره یو سوچه او خود جوشه افغان کمېسیون جوړوو، هغه معلومات چې زه لرم، د سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی، د وسله والو طالبانو د مشرتابه اکثریت په افغانستان کې دي، په طالبانو او حکومت غږ کوم چې هېواد مو دی، راشئ سوله وکړئ! "

ښاغلی ګیلاني زیاتوي چې په یاد کمېسیون کې به د هر ولایت یو جیید دیني عالم او یو مخور قومي مشر ګډون ولري چې د سولې په اړه به خپل وړاندیزونه له دوی سره شریکوي.

د ملي محاذ ګوند مشر وايي، افغانستان د سیمې او نړیوالو قدرتونو د نیابتي جګړو په ډګر بدل شوی او ورځ تربلې په کې د جګړې لمن پراخېږي.

بل خوا د سولې عالي شورا د سولې په برخه کې د هر ډول خبرو هرکلی کوي، خو ټینګار کوي چې د حکومت له همغږۍ پرته به په دې برخه کې هر ډول هڅې مطلوبه نتیجه ونه لري.

د سولې عالي شورا وايي، د سولې لپاره هر ډول هڅې باید له دوی سره شریکې شي.

د دغې شورا غړی حبیب الله فوزي ازادي راډیو ته وویل، د حکومت له همغږۍ پرته به د سولې لپاره هڅې بې اغېزې وي.

که څه هم وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې تل ټینګار کړی و چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې له افغان حکومت سره خبرو ته نه حاضرېږی.

په ورته وخت کې یوشمېر دیني عالمان وايي، قومي مشران او دیني عالمان باید له خپل نفوذه په استفادې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.

د غونډې یوه ګډونوال دیني عالم مولوي سالم احساس په عالمانو غږ وکړ چې د سولې د راوستلو لپاره خپل علم پټ نه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"راشئ وروڼو! دیني عالمانو نور خپل علم مه پټوئ! قومي مشرانو هر څومره زور چې لرئ، مه یې پټوئ! په هر ډول چې کېږي، تاسې په افغانستان کې سوله راولئ! "

د سولې د عالي شورا په خبره، د افغانستان سوله کورني او بهرني ابعاد لري چې افغان حکومت په دې برخه کې هلې ځلې پيل کړي او په جدیت سره کار روان دی.

خو د افغانستان د ملي محاذ مشر سید حامد ګیلاني وايي، د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره به عربي هېوادونو، روسیې او ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ترکمنستان او په ځانګړې توګه، پاکستان، ایران او چین ته هم سفرونه وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG