د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

د ملي امنيت شورا: له طالبانو سره د سولې لپاره کوم شرط نه دى منل شوى


د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي، افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره هېڅ کوم مخکنى شرط نه دى منلى.

دغه شورا وايي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو شرط هم منل شوى نه دى.

په دې اړه د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر په مسکو کې له خبريالانو سره خبرې کړې دي.

محمد حنیف اتمر او نيکولاى پاتروشيف
محمد حنیف اتمر او نيکولاى پاتروشيف

د افغانستان د امنيت شورا وايي، د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر چې د منځنۍ اسيا او روسيې د امنيتي مشرانو په يوه غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللى، ويلي یې دي چې افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکرو لپاره د چا هېڅ کوم مخکنى شرط نه دى منلى.

د دې شورا وياند قادر شاه د جمعې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۳ مه ازادي راډيو ته وويل، محمد حنيف اتمر له خاصو اهدافو او پېشنهادونو سره مسکو ته تللى او پر ګڼو مسايلو يې هلته خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا پنځم کال دى چې دا کلنۍ غونډه کېږي، خو اول وار دى چې افغانستان رسماً دغې غونډې ته وربلل کېږي، په دې غونډه کې د منځنۍ اسيا د ملي امنيت سلاکارانو برخه اخېستې وه، افغانستان په کې پنځه طرحې وړاندې کړي، د ترورېزم په وړاندې مشترکه مبارزه، د نشه يي موادو او سازمان شويو جرمونو په وړاندې مبارزه، د سولې مذاکرې او د اقتصادي همکاريو بهبود."

د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند وايي، د ملي امنيت سلاکار ښاغلي اتمر په دغو ټولو برخو کې غونډې ته مشخص پېشنهادونه وړاندې کړي دي.

قادر شاه وويل، د ملي امنيت سلاکار په دې سفر کې د سولې په برخه کې د افغان حکومت پر دريځ هم خبرې کړي.

قادر شاه وویل:

"د ملي امنيت د سلاکار د سفر بل هدف دا و، څو له هغو هېوادونو چې له وسله والو طالبانو سره ارتباطات لري، له دغو روابطو د سولې د مذاکرو لپاره استفاده وکړي او دغه روابط د سولې د لا بهترو مذاکرو لپاره وکارول شي."

د ملي امنيت سلاکار په مسکو کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه د وسله والو طالبانو غوښتنه بايد، د سوله ييزو مذاکرو له لارې حل شي.

ده ټينګار وکړ چې افغان حکومت غوښتنه لري، څو وسله وال طالبان له ترورېستي ډلو سره خپل هر ډول ارتباط پرې کړي.

د ملي امنيت سلاکار ويلي، دا چې وسله وال طالبان به له دغه فرصت څخه استفاده وکړي، که نه؟ په راتلونکو اوونيو کې جوتېږي، خو د ښاغلي اتمر په خبره، که وسله وال طالبان له دغه امتياز څخه ګټه وانخلي، لويه اشتباه کوي.

د ملي امنيت سلاکار خبريالانو ته ويلي، د افغانستان د سولې موضوع يې له خپل روسي سيال نيکولاى پاتروشيف سره مطرح کړه او د افغانستان دا غوښتنه يې ور رسولې، که له وسله والو طالبانو سره کوم تماس لري، له هغه په استفاده دې وسله وال طالبان د سولې مذاکرو ته وهڅوي.

ښاغلي اتمر ټينګار کړى چې وسله والو طالبانو ته بايد اجازه ورنکړل شي، څو له دغسې تماسونو د جنګ د شدت لپاره کار واخلي.

محمد حنيف اتمر ويلي چې د روسيې د ملي امنيت سلاکار يې د پېشنهادونو ملاتړ کړى چې د ده په خبره، کابل د مسکو د دې دريځ ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG