د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

چارواکي: داعش ډله په سرپل کې له دولت سره د جکړې ترڅنګ جلب و جذب هم کوي


د سرپل حکومتي چارواکي او د ولایتي شورا غړي په دې ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د اسلامي دولت ډله له افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې ترڅنګ خپلو لیکو ته سرتېري هم جذبوي.

د سرپل د ولایتي شورا غړي حسین مجاهد زاده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د داعش ډلې جنګیالي د غلاو د ترسره کولو ترڅنګ، د جوزجان- سرپل پر لویه لار پر امنیتي پوستو حملې کوي او په صیاد ولسوالۍ کې یې خلک دې ته مجبور کړي چې له یادې ډلې سره یو ځای شي.

مجاهد زاده وویل:

"په شاه توت، المک او دره بند سیمو کې داعش فعالیت لري، دا سیمې د سرپل د صیاد ولسوالۍ مربوط دي، صیاد د جوزجان، سرپل او فاریاب ولایتونو ترمنځ ستراتیژیک موقعیت لري، داعشیان دلته سرتېري جذبوي، دوی له عامو خلکو او طالبانو غوښتي چې هغوی سره یو ځای شي، داعش عامو خلکو ته اخطار ورکړی چې که د هغوی غوښتنې ونه مني، مال او ځان یې خوندي نه دي."

د سرپل حکومتي چارواکي هم د ولایتي شورا د غړو د ادعاو په تأيید سره وايي چې په مختلفو جبهو کې داعشیان له افغان امنیتي ځواکونو سره په جګړو بوخت دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې داعش ډله د ازبکستان د تحریک اسلامي ګوند تر مشرۍ لاندې سرپل کې فعالیت ترسره کوي او همدا ډله له داعش څخه مالي او نظامي ملاتړ ترسره کوي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني

اماني په دې اړه وویل:

"موږ هم د داعش ډلې موجودیت تأيیدوو، داعش ډله په سرپل او خاصتاً په صیاد ولسوالۍ کې فعالیت ترسره کوي، موږ د یادې ډلې او د هغوی د سرتېرو د جذب په اړه اندېښمن یوو او همدارنګه دا ډله د بهرنیو هېوادنو له خوا خاصتاً د ازبکستان د اسلامي تحریک ګوند له خوا تمویلېږي."

د سرپل د ولایتي شورا غړي وايي چې په تېره یوه میاشت کې نا امنۍ په دې ولایت کې زیاتې شوي او د عامو خلکو د وژنې کچه نسبت بل هر وخته ته لوړه شوې ده.

د ولایتي شورا غړي حسین مجاهد زاده وویل چې د سرپل په ټولو سیمو کې حتی مرکز ته په څو کیلو مترۍ کې هم طالبان پراخ فعالیت لري.

په همدې حال کې د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني مدعي دی چې د مرکزي دولت له لورې د پلان شویو عملیاتو نه تطبیق سبب شوی چې په دې وروستیو کې سرپل ولایت کې نا امني زیاته شي.

هغه زیاته کړه:

" په تېره یوه میاشت کې سرپل کې نا امني زیاته شوې، د یادې مسئلې دلیل دا دی چې کوم پوځي عملیات چې د مرکزي دولت له خوا پلان شوي وو، نه دي تطبیق شوي، موږ په تېره یوه میاشت کې د طالب وسله والو د پراخو حملو شاهدان وو. "

په همدې حال کې د دفاع وزارت ادعا کوي چې د سرپل د امنیت د خوندي ساتلو لپاره د ملي اردو زرګونه سرتېري دې ولایت کې ځای پر ځای شوي دي.

په شمال زون کې د شاهین قول اردو ویاند نصرت الله جمشیدي وايي چې په تېره یوه میاشت کې یې په سرپل ولایت کې څو مختلف پوځي عملیات ترسره کړي چې نتیجه کې یې ۶۰ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG