د ملګرو ملتونو سرمنشي د ۲۰۱۸ میلادي کال په پیغام کې نړۍ ته د تازه ګواښونو او ننګونو خبره کړې او د دغو ګواښونو او ننګونو د مخنیوي او سولهییزې نړۍ لپارهیې پر نړیوالو د يووالي غږ کړی.
انتونیو ګوترش ۲۰۱۸ میلادي کال افغانستان او يو شمېر نورو جنګ ځپلو هېوادونو ته د ناامنۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو له پلوه ستونزمن کال بللی.
دی وايي:
"زه د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل سره غواړم دا ووایم چې نړۍ به په دغه کال کې له نویو ننګونو او ستونزو سره مخ وي، اټمي وسلې، ناامني او فقر لویې ستونزې دي چې په نړۍ کې به وګړي ورسره لاس او ګرېوان وي، نو زه په ټولو د يووالي غږ کوم."
ښاغلي ګوترش ویلي، نړۍ په ۲۰۱۷ میلادي کې په ځینو برخو کې د پرمختګ پر ځای شا تګ کړی.
نوموړي، افغانستان او د نړۍ يو شمېر نورو ناامنو هېوادونو ته په اشارې ویلي چې نوی میلادي کال به دغو هېوادونو ته د ازمایښت او ستونزو څخه ډک کال وي.
ګوترش د سولهییزې نړۍ لپاره په نړیوالو د يووالي غږ کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل دغه پيغام کې اټمي وسلې، د ځمکې ګرمښت، فقر، ناامني او بشري سرغړونې هغه ننګونې وبللې چې په ۲۰۱۸ میلادي کال به لا زیات شي.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۱۷ میلادي کال د افغانانو لپاره خونړی بلل شوی او د يو شمېر راپورونو له مخې دغه کال د افغان او بهرنیو ځواکونو، داعش او طالبانو د جګړو، بمباریو او ځانوژونکو حملو په بدرګه تېر شو.
بلخوا د افغان حکومت اجرائیه رياست هم يادې ستونزې او ننګونې مني، خو د هواري لپارهيې د جدي هڅو خبره کوي.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا منو چې په افغانستان کې له بده مرغه يو لړ ننګونې او ستونزې شته، خو د ملي يووالي حکومت ژمنه افغان ولس او نړیوالو همکارانو ته دا ده چې موږ په روان میلادي کال کې د خپلو جدي او دوامداره هڅو په نتیجه کې ښې لاسته راوړنې ولرو."
خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی بیا په دې باور دی چې که نړیوال د افغانستان سره په رښتینې توګه همکاري وکړي، نو شونې ده چې له روان وضعیت څخه ووځي.
د دې جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان وايي، نړیواله ټولنه او غړي هېوادونهيې په هر لحاظ د دې توان لري چې افغانستان له روان کړکېچ او ناخوالو څخه بهر کړي.
راپور: واصل وصال