د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

مشرانو جرګه: حکومت د خونړیو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی


د افغانستان مشرانو جرګه په تبیان کلتوري مرکز د خونړۍ حملې په پلټنه ټينګار کوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی پر حکومت انتقاد کوي چې د خونړیو پېښو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د دغې جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار چې د یکشنبې د ورځې د عومي غونډې مشري یې کوله، له افغان حکومته وغوښتل چې د کابل ښار په تبیان فرهنګي مرکز شوې خونړۍ حمله په جدیت سره وڅېړي.

ښاغلي ایزیدیار وویل، که چېرې د داسې خونړیو پېښو په اړه جدي غور ونشي، افغانان به تر دې هم د بدو ورځو شاهدان وي.

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

نوموړي وویل:

"د دې پرځای چې د پېښې عاملین ونیول شي او د قانون منګلو ته وسپارل شي، له بده مرغه غفلت او بې پروايي کېږي، دا د خلکو حوصله ختموي او موږ له حکومته غواړو چې دا پېښه په جدي ډول وڅېړي، ولې د داسې پېښو مخه نه نیول کېږي او استخباراتي او کشفي ادارې نشي کولی چې په خپل وخت د دا ډول پېښو مخنیوی وکړي؟ هېله مند یوو چې دا ځل په عملي توګه دا قضیې وڅېړل شي."

په کابل کې د تېرې پنجشنبې په ورځ د تبیان په نوم په یوه کلتوري مرکز انتحاري حمله وشوه چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغه حمله کې ۴۱ کسان ووژل شول او ۸۴ نور ټپیان شول.

دا له تېرې اوونۍ راهیسې د کابل ښار په شش درک سیمه کې تر انتحاري حملې وروسته، دوهمه خونړۍ انتحاري حمله ده چې په کور دننه او بهر یې غبرګونونه را وپارول.

خو د مشرانو جرګې د غړو پوښتنه داده چې انتحار کوونکی څنګه توانېدلی چې تبیان فرهنګي مرکز ته ځان ورسوي؟

د کورنیو چارو وزارت وايي، د فرهنګي مرکز د غونډې جوړوونکو امنیتي بنسټونو په ځانګړې توګه پولیسو ته احوال نه و ورکړی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، د انتحاري حملې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

نوموړي وویل:

"د تبیان د فرهنګي مرکز د پنجشنبې د ورځې ناورین د رهبرۍ په کچه جدي نیول شوی، څېړنې روانې دي، زموږ غوښتنه دا ده، هرځای چې غونډې کېږي، پولیس باید خبر کړای شي، له بده مرغه، تبیان مرکز چې هر وخت غونډې نیولي، پولیسو ته یې خبر نه دی ورکړی."

ښاغلی رحیمي وايي، که څه هم امنیتي ځواکونو ته د غونډې په اړه خبر نه و ورکړل شوی، خو که بیا هم که غفلت شوی وي، په دې برخه کې به قانوني اقدام وشي.

نوموړی له ټولو بنسټونو غواړي چې د غونډو او راټولېدنو پر مهال د امنیت او خوندیتوب په هدف ځواکونو ته خبر ورکړي.

ناجیه: ساپۍ راپور

XS
SM
MD
LG