د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

تر ۵ کلونو د ۴ میلیونه کسانو د اوزګاره کېدو په اړه د ټولنیزو چارو وزارت اندېښنې


د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، موندنې یې ښيي چې اوس مهال د هېواد د نفوسو ۲۲ سلنه د کار وړ انساني ځواک اوزګار دی او که افغان حکومت او خصوصي سکټور ورته ګډ تدابیر ونه‌نیسي، دغه فیصدي به په راتلونکو څو کلونو کې دوه برابره شي.

دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال مرغومې ۰۵» د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له‌خوا د «کار ګمارونکو د ملي کنفرانس» په نامه، د هېواد د کارګرانو، او کار ګمارونکو د ستونزو د هواري په هدف، د یو پنځه کلن پلان د جوړولو لپاره، د خصوصي سکټور د بېلابېلو برخو د استازو په یوې مشورتي ناسته کې وکړه.

فیض الله ذکي
فیض الله ذکي

نوموړي زیاته کړه:

"د نړیوال بانک شمېره ده چې په افغانستان کې، ۱.۹ میلیونه خلک اوزګار دي او ویل کېږي چې هر کال ۴ لکه نوي ځوانان، په کاري ځواک کې شاملېږي. موږ یو تخمین لرو که هېڅ ونه‌شي او دغه شمېرې د یوې شېبې لپاره منجمدې وګڼو، پنځه کاله وروسته به افغانستان ۴ میلیونه اوزګار کسان ولري."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلینو، حکومت ته یو لړ وړاندیزونه چې د کار د قانون پلي کول، پانګه‌والو ته د زېربناوو جوړول، پر سوداګرو د مالیې کمول او د دوی د امنیت خوندیتوب په‌کې شامل وو، هم وکړل.

د کار او ټولینزو چارو وزیر وویل، دغه پنځه کلن پلان چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له‌خوا د دولت، خصوصي سکټور او د کار د نړیوال سازمان د استازو په مشوره جوړېږي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی چې د دولت د اړوندو ارګانونو په مرسته د تېر پنځه کلن پلان په پرتله، دا په ښه توګه پلی کړي.

په دغې غونډه کې په افغانستان کې د کار د نړیوال سازمان استازي ژمنه وکړه چې دوی به د دغه پلان په جوړولو کې په تخنیکي، مسلکي او مشورتي برخو کې مرستې وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د اقتصادي پلانونو په جوړولو کې باید تولیدي برخې ته زیات پام وشي.

د دغو پوهانو له ډلې سعید الرحمن عمران ازادي راډیو ته وویل چې سربېره پر دې د سوداګرۍ په نورو برخو او د کانونو په کېندلو کې هم پانګونه کولای شي، ډېرو اوزګارو ته د کار زمینې برابرې کړي.

افغان اوزګار ځوانان.
افغان اوزګار ځوانان.

نوموړي زیاته کړه:

"د اوزګارتیا د کمولو لپاره چې هره ستراتېژي او پلان جوړېږي، باید ډېر فوکس په‌کې په دې وي چې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو لپاره اسانتیاوې برابرې شي. بله برخه چې مهمه ده، د کانونو برخه ده چې له خامو موادو یې په تولیداتو کار واخیستل شي، حکومت ته باید د کانونو د کېندلو په اړه وړاندیزونه وکړو ځکه چې د بې‌کارۍ په کمولو او ورکولو کې باالقوه رول لري."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې بې‌کاري په یوې لویې ستونزې اوښتې چې له یوې نه بلې ته زیاتېږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي، هڅې تېزې شوي چې د وخت او مارکېټ له غوښتنې سره سم، وړ کارګر وروزي.

د ده په خبره د دې کار لپاره دوی په ټول هېواد کې د حرفه‌یي زده‌کړو څه کم ۵۰ مرکزونه فعال کړي او په پام کې ده چې دغه مرکزونه، نور هم پراخ او په پرمختللو تجهیزاتو سمبال کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG