د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

مجاهد: د کابل پولیسو په ۵ ورځو کې د نېږدې زرو موټرو تورې ښیښې سپینې کړي


د کابل پولیسو په تېرو پنځو ورځو کې د نېږدې زرو موټرو له ښیښو تور فلمونه لېرې کړي دي.

که څه هم د افغانستان د ولسي جرګې یوشمېر غړي د غیر قانوني وسلو او بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد د پولیسو له دغه کمپاین سره مخالفت کړی، خو د کابل امنیې قوماندانۍ خبرداری ورکړی چې د بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو د ګرځولو مخه به ونیسي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶ مه» ازادي راډيو ته وویل، د دغه کمپاین له پیله پنځه ورځې تېرېږي، خو دوی په دغې موده کې توانېدلې چې له ۸۰۰ ډېرو موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک او دغه شان په دغه جریان کې ۱۶ غیر مسؤل وسله وال کسان هم ونیسي.

د نوموړي په خبره، د ملي شورا او ولایتي شوراګانو یوشمېر غړو له دغه کمپاینه ملاتړ کړی او هېله مند دي چې ټول دولتي چارواکي او د ولسي جرګې غړي له دغه پروګرامه ملاتړ وکړي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد

ښاغلی مجاهد وایي:

" موږ ژمن یوو چې له قانون سره سم دغه بهیر پرمخ یوسو او موږ له وکیلانو غوښتنه کوو چې په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي، ترڅو دا بهیر په بریالیتوب سره مخ ته ولاړ شي، دغه کمپاین به ترهغې دوام وکړي چې په کابل کې د غیر قانوني وسلو او بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو ستونزه هواره شي."

د ښاغلي مجاهد په وینا، په تېرو پنځو ورځو کې نېږدې ۵۰ عادي او د مرمۍ ضد هغه موټر چې قانوني اسناد یې نه لرل، درول شوي دي.

خو نوموړي دا ونه ویل چې نیول شوي وسله وال کسان او درول شوي موټر په چا پورې تړاو لري.

دغه کمپاین پنځه ورځې وړاندې په کابل ښار کې د غیر قانوني وسلو او بې ‌اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو پر ضد پیل شو.

د دغه کمپاین له پیل وروسته، د ولسي جرګې د اداري پلاوي په ګډون، د دغې جرګې یوشمېر غړو له یاد کمپاین مخالفت وکړ او ویې ویل چې د دغه کمپاین په ترڅ کې د ملي شورا ځينو غړو ته سپکاوی شوی دی.

خو د ولسي جرګې غړی رمضان بشر دوست د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په درنو وسلو سمبال په تورو ښیښو لرونکو موټرو کې په ګرځېدو سره د امنیتي ګواښوانو مخه نه نېول کېږي.

د نوموړي په وینا، بې اسنادو او د تور ښیښو لرونکو موټرو تر ډېره ترورېستي پېښو او نا امنیو ته زمینه برابره کړې ده.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست

​ښاغلي بشردوست وویل:

" په داسې موټرو کې کېدای شي یو وکیل، وزیر او یا هم کېدای شي، یو غل یا قاچاقبر وي، تاسې شاهدان یاست چې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو پخواني معین ولسي جرګه کې ویلي وو چې یوشمېر وکیلان د مخدره موادو په قاچاق کې لاس لري."

د ښاغلي بشردوست په وینا، د کورنیو چارو وزارت د کمپاین له پیل سره سره بیا هم د ملي شورا یوشمېر غړي، دولتي چارواکي او جهادي مشران له بې اسنادو او تورو ښیښو لرونکو موټرو استفاده کوي.

خو د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، له استثنا پرته د تورو ښیښو لرونکو موټرو د ښیښو فلمونه پاکېږي او دغه شان بې اسناده موټر او بې جوازه وسلې به هم راټولې شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG