د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

پنځو نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته خپل پلانونه تشریح کړل


د افغانستان کابینې پنځو نوماند وزیرانو د باور رایو اخیستلو په خاطر ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه تشریح کړل.

د افغانستان د دفاع، کورنیو چارو، کانونو او پطرولیم، کار او ټولنیزو چارو او ټرانسپورټ وزارتونو ته نوماند وزیرانو په خپلو وزارتونو کې د ګڼو ستونزو د یادونې تر څنګ ژمنه کوي چې د بریا په صورت کې به یې د اصلاح لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي.

یادو وزارتونو ته نوماند وزیرانو چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۱» یي ولسي جرګې ته خپل پروګرامونه او د اړوندو وزارتونو حال تشریح کاوه وویل چې د نویو پلانونو په تطبیق سره د وضعیت د ښو کېدو تمه لري.

دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي وايي، افغانستان ته دا وخت نوي فرصتونه په لاس ورغلي او وايي، د ده هڅه به دا وي چې ورنه ښه استفاده وکړي.

دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي
دفاع وزارت ته نوماند طارق شاه بهرامي

نوموړي زیاته کړه:

"په دې برخه کې زموږ رسالت دا دی چې په عملي طرحو سره د دفاعي او امنیتي ځواکونو ظرفیت لوړولو ته کار وکړو او له دې فرصتونو نه اعظمي استفاده وکړو، دا به زما لومړیتوب وي چې د ملي اردو د قطعاتو تدارکاتي او لوژستیکي ملاتړ پراخ او د تعلیم، ښوونې او روزنې کچه یې لوړه شي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته نوماند ویس احمد برمک بیا وویل، دی دې نتیجې ته رسیدلی چې د افغان پولیسو اجرات د ټولنې له غوښتنو سره برابر نه دي او دې کار ته پاملرنه کولای شي وضعیت او امنیت ښه کړي.

کورنیو چارو وزارت ته نوماند ویس برمک.
کورنیو چارو وزارت ته نوماند ویس برمک.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه ارزونې چې موږ په تېرو درېیو میاشتو کې د کورنیو چارو وزارت او پولیسو له وضعیت نه کړي، دې نتیجې ته رسېدلی یم چې د افغانستان پولیس او کورنیو چارو وزارت په ټوله کې زموږ د ټولنې له عیني اړتیاوو او شرایطو سره برابر اجرات نه دي کړي او د دوی کړنو زموږ د خلکو غوښتنو ته مسلکي ځواب نه دی ورکړی."

دی وايي، د افغان پولیسو لپاره یې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې ښه ملاتړ او مالي امکانات تر لاسه کړي دي.

نوموړي د ولسي جرګې غونډې ته وویل، له راروان مالي کال نه به د ټولو پولیسو په تنخواه کې ۵ فیصده زیاتوالی راشي.

ښاغلي برمک وویل، پولیسو ته یې د نویو تجهیزاتو درک کړی او دغه شان تر راتلونکو ۶ میاشتو به په کابل کې هېڅ څوک غیر قانوني وسله ونه شي ګرځوالای.

افغان حکومت له اوږده انتظار وروسته تېره اوونۍ وتوانېده چې د کابینې یوه زیاته برخه وزیران ولسي جرګې ته د باور رایي اخیستلو لپاره معرفي کړي.

ټرانسپورټ وزارت ته نوماند عبدالحمید تهماسي، د کار او ټولنیزو چارو زوارت ته نوماند فیض الله ذکي او د کانونو او پطرولیم وزارت ته نوماندې نرګس نهان هم له هغو کاندید وزیرانو څخه دي چې د شنبې په ورځ یې خپل پروګرامونه تشریح کړل.

اغلې نهان وايي، د کامیابېدو په صورت کې به د افغانستان له کانونو د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي، تر څو شته ستونزې کمې او افغانستان له سیمې سره وصل شي.

نرګس نهان
نرګس نهان

نوموړې زیاته کړه:

"زموږ پروګرام داسې دی چې څنګه کولای شو د افغانستان له کانونو د وسیلې په توګه استفاده وکړو چې عواید مو لوړ، ټولنیزې ستونزې مو هوارې او کارموندنه یقیني شي او په ورته وخت کې وکولای شو، افغانستان د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي خبرو اترو ته داخل کړو او دا هېواد چې تر ټولو غوره کانونه لري له نړۍ سره وصل کړو."

له دې ټولو سره د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ټينګار پر دې و چې د سرپرستۍ نه د خلاصون په هدف باید کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورکړل شي.

د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدلو د کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی وايي، وکیلان باید داسې پرېکړه وکړي چې نظام پیاوړی کولای شي.

عبیدالله بارکزی
عبیدالله بارکزی

نوموړي وویل، دا چې بهرنۍ مداخلې او حکومت ته په کمین کې ناستې ډلې کمزوري شي، په کار ده چې وزیران د سرپرستۍ له حالته وایستل شي اودوی له خپلو ټولو صلاحیتونو سره خپل کار ته دوام ورکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG