د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له تېرې څه باندې یوې نیمې لسیزې راهیسې د مخابراتو په سکټور کې درې میلیارده ډالره پانګونه شوې او دغه کچه به تر راتلونکو دوو کالونو پورې پنځو میلیاردو ته ورسېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۳» په کابل کې د ډيجيټل بازار موندنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، ډېر ژر به افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نوري فایبر د کېبل له لارې ونښلول شي.
د ښاغلي اریوبي په خبره د دغه کېبل له لارې د منځنۍ او جنوبي اسیا له هېوادونو سره د افغانستان په نښلېدو سره به انټرنټي خدمتونه پراخ او قیمتونه بهیې راکم شي.
دی وايي:
"د مرکزي او جنوبي اسیا هېوادونه به د فایبر نوري کېبل له لارې له افغانستان سره وصل شي او دغهشان موږ غواړو د واخان له لارې له چین نه هم د فایبر نوري یو کېبل راتېر کړو چې دا به افغانستان ته ډېره ګټه ورسوي، انټرنټي خدمتونه به تېز او قیمتونه بهیې راکم شي."
ډېر ژر به افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د نوري فایبر د کېبل له لارې ونښلول شي.
ښاغلي اریوبي ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د ډیجیټل کاسا په نوم د هغې پروژې چارې هم پیل شي چې د برېښنايي حکومتوالۍ پیل ته زمینه برابروي.
د مخابراتو وزارت د معلوماتو لهمخې دا مهال اته میلیونه افغانان انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی لري او د افغانستان ۹۰ سلنه خاوره تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلې ده.
د افغانستان د مخابراتو وزارت تر دې پخوا هم د انټرنټي خدمتونو د قیمتونو د راټیټېدو په برخه کې ژمنه کړې، خو لا هم په دې اړه انتقادونه موجود دي.
په کابل کې د ډیجیټل بازار موندنې د غونډې ګډونوالو دا ټینګار درلود چې د انټرنټي خدمتونو په ارزانه کېدلو سره به افغان سوداګر د انلاین بازار موندنې له لارې خپله سوداګري پراخه او دغهشان افغان سوداګرو مېرمنو ته به د کار او سوداګریزې راکړې ورکړې خوندي چاپېریال برابر شي.
پسرلی: که انلاین سوداګري عامه شي نو صادراتو به ۳۰ سلنه لوړ شي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم د انټرنټي خدمتونو لوړ قیمت د اندېښنې وړ بولي.
د دغې خونې سوداګریز مرستیال یونس مومند د ډیجیټل بازار موندنې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل:
"په افغانستان کې انټرنټ ډېر قیمته دی، نو ځکه خو ډېری خلک انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. که غواړئ چې خلک معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري باید انټرنټي خدمات ارزانه شي."
خو نوموړی ډېر هیلهمند نهدی چې په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وشي، ځکه په خبرهیې چارواکو په تېره کې هم په څو ځلي دا شان ژمنې کړي، خو عملي کړې یې نهدي.
راپور: محمد حدیث پردېس