په قزاقستان کې لاريون کوونکو کان کېندونکو توافق کړی چې له کانونو را وځي، خو سلګونه نور اوس هم په کانونو کې پاتې دي.
د قراغندي سیمې چارواکو د چار شنبې په ورځ وويل چې ۱۵۴ کان کېندونکو پرېکړه کړې چې له کانونو را وځي او دا وروسته له هغه چې ځايي والي، ايرلان کوشانوف له دوی سره په کانونو کې ولیدل.
چارواکو په یوه اعلاميه کې د رسنیو راپورونه رد کړل چې وايي، پولیسو د کانونو د اعتراض په خاطر ګڼ شمېر کسان توقيف کړي دي.
د سې شنبې په ورځ د قزاقستان د کارګرانو وزيرې تمارا دوی سينوفا خبریالانو ته وويل چې په شاختينسک ښار کې۶۸۴ کان کېندونکي له دوشنبې راهيسي له کانونو نه دي راوتلي.
د ځايي والي دفتر وويل چې د کان کېندونکو او د هغوی د اتحاديې استازي له ځايي چارواکو او د کانونو له چارواکو سره خبرې کوي.
د اوسپنې د کانونو څېښتن شرکت چارواکو د ازادي راډيو ځايي څانګې ته وويل چې د کان کېندونکو مهمه غوښتنه د معاشونو د دوه چندوه کولو ده او نوي قراردادونه ورته جوړ شوي چې دا غوښتنه پوره کوي.
دباندي پاتې کان کېندونکو تر ځمکې لاندې کان کېندونکو ملاتړ کاوه او هغوی ته يې خوراک او څښاک رساوه.
کان کېندونکي غواړي، د ناروغۍ په صورت کې ورته د هغو ورځو معاش هم ورکړل شي او د تقاعد عمر دې ۵۰ کاله وټاکل شي.
په نورو غوښتنو کې د نويو مهماتو او ماشینونو کارول شامل دي.
د اوسپنې دغه شرکت د اتو کانونو څېښتن دی او په ۲۰۱۶میلادي کال کې يې ۴ ميليونه ټنه فلز تولید کړی و.
په همدې سيمه کې تېره مياشت د مسوکان کېندونکو له کانونو څخه له راوتلو ډډه وکړه او د معاشونو زياتولو او نورو امتیازاتو غوښتنه يې کوله.
دوی وروسته له هغه له کانه را ووتل چې د دوی د کان څېښتن د دوی ځينې غوښتنې ومنلې.