د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

غني به د بیت المقدس په اړه په استانبول غونډه د حکومت او خلکو انديښنې شریکې کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې استانبول ته په یو ورځني سفر تللی او په پام کې ده چې د اسلامي هېوادونو د سازمان له مشرانو سره په ګډه ناسته کې خبرې وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» ازادي راډيو ته وویل، ښاغلی غني به په خپله وينا کې بیت‎المقدس ته د امریکا سفارت د انتقال په اړه د افغان حکومت او خلکو انديښنې شریکې کړي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"په پام کې ده چې جمهور رئيس په دې ناسته کې خبرې وکړي او بیت‎المقدس ته د امریکا سفارت د انتقال په اړه د افغان حکومت او خلکو انديښنې شریکې کړي، جمهور رئيس به نن ماښام ناوخته د ترکیې له جمهور رئیس سره لیدنه هم ولري."

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان مشرانو ناسته نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېږي.

په دې ناسته کې به د ۴۸ هېوادونو چارواکي ګډون وکړي، تمه ده چې د افغانستان د جمهور رئيس په ګډون د اذربایجان، بنګله‎دیش، اندونیزیا، فلسطين، ايران، قطر، کویټ، لیبيا، لبنان، سوماليا، سوډان، اردن او یمن هېوادونو چارواکي هم د دې ناستې برخه‎وال و اوسي.

دا ناسته وروسته له هغې جوړېږي چې په وروستیو کې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ‌ ټرمپ اعلان وکړ چې د اسرائیلو لپاره به د امریکا سفارت له تل ابیب نه بیت‎المقدس ته انتقال کړي.

هغه څه چې رسنیو خپاره کړي په وینا يې د ترکیې جمهور رئیس رجب طيب اردوغان به د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو مشرانو سره په ګډه د ټرمپ د پريکړې په اړه لازم اقدامات وکړي.

د نړیوالو اړيکو څيړونکي وايي، د افغانستان جمهور رئيس به په داسې حال کې د نن ورځې په ناسته کې خبرې وکړي چې له یوې خوا د امریکا نېږدې متحد دی او بل‎خوا د اسلامي هېوادونو سره شریکې ګټې لري.

له ډلې يې قدرت‎الله ځواک د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د جمهور رئيس د نن ورځې وینا به د امريکا سره په ټکر کې ونه ووسي.

ښاغلی ځواک وايي، امریکا دا درک کوي چې په دې ناسته کې د یوه اسلامي هېواد په توګه د افغانستان ګډون مهم دی.

دی وايي:

"امریکا دا هم درک کوي چې افغانستان د یو اسلامي هېواد په توګه د ترورېزم په وړاندې مقابله کوي، که بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په وړاندې غبرګون ونه ښيي، نو په دې هېواد کې د ترورېزم په وړاندې جګړه له ننګونو سره مخ کېږي او په افغانستان کې د ترورېستانو پلویان ډېرېږي، نو په همدې خاطر امریکا دا درک کوي او فکر نه کوم چې دا مسئله ډېره جدي ووسي."

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې امریکا د افغانستان نېږدې متحد هېواد دی او په هېڅ صورت به د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونډه کې د ولسمشر غني خبرې د امریکا په مقابل کې نه وي.

صدیقي: غني دې د اسلامي هېوادونو غونډه کې له بیت المقدسه ننګه وکړي

د دې شورا مرستیال منشي فیصل سميع د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۲» ازادي راډيو ته وویل، سره له دې چې افغانستان د امریکا نېږدې دوست دی خو اړتیا ده چې له یو شمېر نورو او په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونو سره هم اړیکې ولري.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG