د افغانستان د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونه په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې د جدي اصلاحاتو خبره کوي.
د افغانستان د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو مسؤلین وايي، داسې پلانونه او طرحې يې ترلاس لاندې دي چې په پلي کېدو سره بهیې د هېواد په ښوونیز او تحصیلي نظام کې د پام وړ بدلون راشي.
د پوهنې وزارت سرپرست محمد ابراهیم شینواري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، دغه وزارت د پوهنیز نظام د اصلاح لپاره په درېیو برخو کې يو هر اړخیز پلان جوړ کړی چې د نورو مسایلو سربېره پهکې د تعلیمي نصاب سمون ته هم جدي پام شوی دی.
ښاغلي شینواري زیاته کړه:
"موږ د سمون يو جامع پلان جوړ کړی چې ۲۶ برخې لري. په دغه پلان کې له تشکیله نیولې، تر مسلکي برخو پورې، مالي او تداکاراتو، د زدهکړو کیفیت، د زدهکړو د پایلو د ارزولو، د ښوونکو د روزلو او له نورو اړوندو بنسټونو سره د پوهنې وزارت د اړیکو او همغږۍ رامنځته کولو موضوعات ځای کړل شوي دي."
ښاغلی شینواری وايي، دغه پلان د دوو کلونو په موده کې په درېیو پړاوونو کې پلی کېږي چې د پوهنې په کیفیت به مثبت اغېز ولري.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د يکشبنې په ورځ په بادغیس ولایت کې د وینا پر مهال وویل چې د افغانستان ښوونیز او تحصیلي بنسټونه هغه څه تربیه کوي چې په درد نهخوري.
ښاغلي غني ویلي، د افغانستان د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو روان وضعیت د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نهدی.
بلخوا د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت هم د تحصیلي نصاب د سمون تر څنګ د يو لړ نورو جدي اصلاحاتو خبره کوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاندې عارفې پیکار په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د لوړو زدهکړو وزارت يو لړ جدي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي چې يو یې هم د تحصیلي نصاب بیا کتنه او ارزونه ده چې د لوړو زدهکړو په کیفیت ژور اغېز لري. د دې تر څنګ موږ غواړو چې د څېړنیزو بنسټونو معیار هم لوړ کړو، هڅه دا ده چې زموږ نصاب او تدریس له نړیوالو معیارونو سره برابر شي."
خو له دې ټولو سره سره د چارو یو شمېر پوهان بیا د افغانستان د پوهنې او لوړو زدهکړو وازرتونو په اوسنۍ رهبرۍ دا باور نهلري چې په دغو دوو ښوونیز او تحصیلي بنسټونو کې دې جدي اصلاحات راولي.
له دې ډلې د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وايي، په تعلیمي او تحصیلي بنسټونو کې د پوهې تر څنګ زدهکوونکو او محصلینو ته باید مهارتونه او مسلکي زدهکړې هم ورکړل شي.
ښاغلی پتمن وایي:
"فارغان باید د پوهې تر څنګ عملي زدهکړې او مهارتونه ولري. اوس زموږ فارغان مهارت نهلري. د پوهنې او د لوړو زدهکړو په وزارت کې د مهارتونو زدهکړه نهکېږي. موږ د خپلو ځوانانو وخت ضایع کوو."
ښاغلی پتمن وايي، د افغانستان ښوونیز او تحصیلي بنسټونه بنسټیزو اصلاحاتو ته اړتیا لري چې د پوهنې او لوړو زدهکړو د وزارتونو د اوسنۍ رهبرۍ له وسې پورته کار دی.
د نوموړي په خبره، د بنیادي اصلاحاتو لپاره په دواړو وزارتونو کې باید پیاوړي او مسلکي ټیمونه رامنځته شي.
راپور: واصل وصال