افغان ولسمشر محمد اشرف د یکشنبې په ورځ بادغیس ته په خپل یو ورځني سفر کې د لامان ـ قیصار د حلقوي سړک پروژه پرانېسته.
ښاغلي غني په پادغیس کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د نوموړي ولایت له خکو سره ژمنه وکړه چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به بلخ او هرات ولایتونه د ریل پټلۍ له لارې هم سره ونښول شي.
ښاغلي غني وویل:
"اول کار د یوه ټرانزیټي ولایت په توګه د بادغیس نښلول دي، تاسو ټولو د سړک په اړه خبرې وکړې، د یوې نوې پروژې په اړه چې تر لاس لاندې مو ده، هیچا هم څه ونه ویل، نو ځکه یې زه یادونه کوم، د سړک تر څنګ به انشالله تر راتلونکو دوو کلونو پورې د دې شاهدان هم واوسئ چې له بادغیسه ریل پټلۍ هم تېره شي."
د لامان ـ قیصار د سړک کار په شپږو برخو ویشل شوی چې د دوو برخو کار یې د یکشنبې په ورځ افغان ولسمشر پرانېست.
د لامان – قعلهنو او قلعهنوـ دره بوم دغه سړکونه ۸۰ کلیو مټره اوږدوالی لري.
په ورته وخت کې د افغانستان د فواید عامې وزیر یما یاري چې ولسمشر سره په دغه سفر کې مل و، په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دا پروژه تر ۸۰ ميلیونو ډالرو زیات لګښت لري چې د اسیا پراختیايي بانک له خوا ورکول کېږي.
ښاغلي یاري زیاته کړه:
"له پاتې ۲۳۳ کیلو مټره سړک نه چې په شپږو برخو ویشل شوی، نن یې موږ د دوو برخو د کار د پرانېستې شاهدان یوو چې ۸۰ کیلو متره دی، لومړۍ برخه یې ۳۴ کیلو مټره دی چې ۳۶ ميلیونه ډالره پرې لګښت راځي او له یوه هندي شرکت سره یې تړون شوی، دوهمه برخه ۴۸ کیلو متره دی چې له ۴۸ ميلیونو ډالرو زیات لګښت پرې راځي چې له یوه چینايي شرکت سره یې تړون لاسلیک شوی دی."
د بادغیس ولایت اوسېدونکي وايي، د یاد سړک په جوړېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو اقتصادي وضیعت ښه او امنیت به هم ټینګ شي.
دوی وایي:
"د دې سړک جوړېدل به موږ ته ډېرې اسانتیاوې را په برخه کړي، مخکې تر دې که موږ هرات ته پنځو ساعتونو کې تللو، د دې سړک په جوړېدلو سره به دوو ساعتونو کې ورسېږو، امنیت به هم ښه شي، د مخالفینو لاس به له دې مسیره لنډ شي، زموږ روغتیايي ستونزې به هم هوارې شي، د ښار او کلیو د اوسېدونکو د ټولو ستونزې به هوارې شي."
افغان ولسمشر دغه شان د بادغیس له خلکو سره ژمنه وکړه چې بادغیس به د شیخ بند له لارې له ترکمنستان سره ونښلوي، د نوموړي په خبره، په دې برخه کې له ترکمنستان هېواد سره خبرې روانې دي.
د لامان - قعله نو او قلعه نو دره بوم د سړکونو د جوړولو چارې به دوه کاله وخت واخلي.
د یادونې ده چې مخکې تر دې افغان حکومت د دغه سړک د جوړولو تړون له یوه ترکي شرکت سره کړی و، خو نوموړي شرکت د امنیتي او استملاکي ستونزو له امله، دغه کار ځنډولی و.
د یادونې ده چې ولسمشر د دې تر څنګ د بادغیس ولایت د سکټوري مسؤلینو، پوځي شورا او د نوموړي ولایت له خلکو سره وکتل.