د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

کندز چارواکي: له ۵ کلونو وروسته د امام صاحب ځینې سیمې له مخالفینو پاکې شوې


په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې چاروکي وايي چې د امام صاحب ولسوالۍ د جوې بېګم او د ګنبد هغه پراخې سیمې چې له ۵ کلونو راهیسې د وسله‎والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې وې، خو د "پامیر۱۴" د تصفیوي عملیاتو په پایله کې د دغې ولسوالۍ د جوې بېګم، قرغز، ګنبد او د نواباد پراخې سیمې د وسله‎والو مخالفینو له شتون څخه پاکې شوي دي.

د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې له پنځو ورځو راهیسې د افغان ګډو ځواکونو تصفیوي عملیات دوام لري.

په نوموړي ولایت کې د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي د جګړې په لومړۍ کرښه کې ازادي راډیو ته وویل چې د روانو عملیاتو له پیله تر اوسه پورې دوی وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي
د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس برید جنرال سید قربان موسوي

​دی وايي:

"په روانو عملیاتو کې افغان ګډو ځواکونو وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او تراوسه يې ۵۹ وسله‎وال مخالفین وژلي او ۴۸تنه نور یې ټپیان کړي چې په وژل شویو کې د طالبانو یو شمېر قوماندانان هم شامل دي."

د نوموړي په وینا په روانو عملیاتو کې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت هوايي ځواکونه هم د افغان ګډو ځواکونو ملاتړ کوي.

ښاغلي موسوي زیاته کړه چې په تصفیه شويو سیمو کې د ډاډمن امنیت په خاطر امنیتي پوستې هم جوړوي.

په ورته وخت کې د کندز د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي د ګنبد په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل چې افغان ځواکونه وتوانېدل د جوې بېګم، قرغز، ګنبد او د نواباد سیمې د طالبانو له وجوده تصفیه کړي.

د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي
د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي

دی وايي:

"موږ له روانو عملیاتو ډېر خوښ یو او دولتي ځواکونه ډېرې لاسته راوړنې لري، ځکه د ګنبد او د جوې بېګم سیمه له ۵ کلونو راهیسې د وسله‎والو مخالفینو تر ادارې لاندې وې، خو دولتي ځواکونه وتوانېدل دغه پراخې سیمې د هغوی له شتونه پاکې کړي او دغه عملیات به تر هغه په سیمه کې دوام ولري، څو چې د دې ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو له وجوده نه‎وي پاکې شوي."

د پامیر د شلمې فرقې د ارکان رئیس وايي چې په روانو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه‎دی رسېدلی.

بل‎خوا ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د دغو دولتي چارواکو دغه ادعاوې ردوي او زیاتوي چې دوی په سیمه کې دولتي ځواکونه په شا تمبولي دي.

موسوي: په روانو عملیاتو کې مو وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.
موسوي: په روانو عملیاتو کې مو وسله‎والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

دغه تصفیوي عملیات په داسې حال کې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې پیلېږي چې ۱۳ ورځې وړاندې د مرکزي حکومت یو شمېر جګپوړو چارواکو همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاټر ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه ولایت ته یې د سفر پر مهال د کندز خلکو ته ويلي و چې ډېر ژر به په دې ولایت کې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې پراخ تصفیوي عملیات پیل شي.

د امام صاحب ولسوالۍ د کندز ښار شمال لوري ته موقعیت لري او د دې ولایت له لویو او ناامنو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي همدارنګه نوموړې ولسوالۍ له تاجکستان سره پوله لري.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG