د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

چارواکي او خلک: د کندز د دشت ارچي پر ۷۵ سلنه خاورې مخالفین حاکمیت لري


د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ سیمه‎ییز چارواکي او یو شمېر خلک وايي چې اوس مهال د دغې ولسوالۍ ۷۵ سلنه خاوره د وسله‎والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې ده او ترڅنګ یې یو شمېر دولتي ادارې هم په دغې ولسوالۍ کې غېرې فعالې دي چې له کبله یې د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږولي دي.

د دشت ارچي ولسوال نصر الدین سعدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې په وار – وار یې د کندز سیمه‎ییزو چارواکو، همدارنګه مرکزي حکومت ته یې وړاندیز کړی، څو په نوموړي ولسوالۍ کې د وسله‎والو مخالفینو پر وړاندې تصفیوي عملیات پیل کړي او دغه ولسوالۍ د هغوی له شتونه پاکه کړي، خو تر اوسه په دې اړه کوم عملي اقدام نه‎دی شوی.

دی وايي:

"موږ څو ځلي د مرکزي حکومت له جګپوړو چارواکو سره د دشت ارچي ولسوالۍ د وضعیت په اړه خبرې کړي دي، خو تر اوسه په دغې ولسوالۍ کې د وسله‎والو مخالفینو د ځپلو په هدف کوم عملیات نه‎دي پیل شوي."

په ورته وخت کې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي چې اوس مهال د دغې ولسوالۍ شاوخوا سیمې د وسله‎والو مخالفینو تر حاکمیت لاندې دي او په دغو سیمو کې ځايي فیصلې د عدلي او قضايي ارګانونو پرځای د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا حلېږي.

ځايي فیصلې د عدلي او قضايي ارګانونو پرځای د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا حلېږي.
ځايي فیصلې د عدلي او قضايي ارګانونو پرځای د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا حلېږي.

د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ دوو تنو قومي مشرانو فرید کاکړ او حاجي محمد نعیم د دغې ولسوالۍ د روان وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"امنیتي وضعیت په ټوله کې خراب دی، دولتي ادارې د طالبانو له‎خوا محاصره دي او مامورین په ادارو کې نشته، ښار ته څوک نه‎شي تللی، همدارنګه مخابراتي شبکې بندې دي.

-که خلک د قضا او د څارنوالۍ په برخه کومه ستونزه ولري، بیا کندز ته راځي، ځکه هلته یو شمېر دولتي ادارې بندې دي."

بل‎خوا په شمال ختيځ زون کې د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان خلیل الله ضیايي بیا وايي چې دوی د دغې ولسوالۍ په اړه جدې تدابېر نېولي او په پلي کولو سره به یې د دشت ارچي ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفینو له وجوده پاکې کړي.

دی وايي:

"د کشفي راپورونو له مخې هلته وسله‎وال مخالفین موجود دي، خو موږ په دې اړه لوی پلان لرو او ډېر ژر به دغه ولسوالۍ د وسله‎والو مخالفینو له وجوده پاکه کړو."

د دغې ولسوالۍ د ځايي اوسېدونکو په وینا چې له ۱۵ کلونو راهیسې د دشت ارچي ولسوالۍ ډېره برخه د وسله‎والو مخالفینو په ولکه کې ده او زیاتوي چې دغه ولسوالۍ څو ځلي د افغان ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې ده چې له کبله یې ملکيانو ته هم مالي او ځاني تاوانونه رسېدلي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ د کندز مرکز شمال لوري ته موقعیت لري او نوموړې ولسوالۍ د دغې ولایت له امام صاحب، اقتاش او خان اباد ولسوالیو سره همدارنګه د تخار له خواجه غار او بهارک ولسوالیو سره او له تاجکستان سره ګډه پوله لري.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG