د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، چین چمتووالی ښودلی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره منځ ګړی رول ولوبوي.
د کابل او اسلام اباد ترینګلو اړیکو ته په کتو د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، چین غواړي د دغه اړیکو د ښه کېدو لپاره د منځکړي رول ولوبوي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۲ مه ازادي راډیو ته وویل، د چین صدراعظم په سوچي کې د شانګهای د ناستې په څنډه کې اجرئیه رئیس ته په دې اړه ویلي دي.
ښاغلي فیصل زیاته کړه:
"په سوچي کې د شانګهای د غونډې په څنډه کې د چین لومړي وزیر له اجرائیه رئیس سره په کتنه کې وړاندیز کړی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو لپاره به دوی منځګړتوب وکړي او د دغې مسئلې لپاره دوی غواړي چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران کیني او خبرې وکړي. "
د ښاغلي فیصل په خبره، که څه هم تر اوسه په دې برخه کې له چین سره موافقه نه ده شوې، خو دوی له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې د کابل او اسلام اباد د اړیکو له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې له شااوخوا یو نیم کال راهیسې ښې نه دي.
د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د اسلام اباد نه همکاري، د ترهګرو ترمنځ د ښه او بد توپیر او په ځینو مواردو کې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ستونزو جوړول هغه ادعاوې دي چې افغان حکومت د اړیکو د ترینګلي کېدو د مواردو په توګه مطرح کړي دي.
خو اسلام اباد دا خبره رد کړې چې ګنې دوی د ترهګرۍ د ځپلو په برخه کې رښتینې همکاري نه کوي، بلکې داسې ادعاوې هم مطرح کوي چې ګوندې ترورېستانو د افغانستان له خاورې پاکستان نا امنه کړی دی.
ولسمشر محمد اشرف غني هم په کراتو دا خبره کړې چې افغان حکومت له پاکستان سره ښې او پر متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې غواړي، خو دا پاکستان پورې اړه لري چې له رامنځته شوي فرصته څنګه ګټه اخلي.
د افغانستان ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون د چین او پاکستان نېږدې ملګرتیا ته په کتو وايي، د چین رول په دې برخه کې بې اغېزې نه دی، خو د پاکستان رښتینولی مهمه ده.
د دغه کمېسیون غړې ارین یون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د چین منځګړتوب هغه وخت ګټور تمامېدای شي او نتیجه ورکولای شي چې پاکستان د افغانستان په وړاندې خپل سیاست بدل کړي، خو که بیا هم دوی د زوړ سیاست له مخې مخ ته ځي، دا ډول ناستې به بیا هم بې نتیجې وي. "
د اغلې یون په خبره، که څه هم تر دې مخکې هم د چین او ځینو نورو هېوادونو له خوا د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره هڅې شوي، خو وروستۍ دا به ځکه ګټورې وي چې پاکستان به د مخ پر زیاتېدونکو نړیوالو فشارونو له کبله، افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو فرصت له لاسه ورنه کړي.
راپور: محمد حدیث پردېس