په پېښور کې نن یو شمېر کسان وروسته له هغه مړه او ټپیان شول چې پاکستاني طالبانو د یوه پوهنتون پر لیلیه حمله وکړه.
څلورو- پنځو وسله والو چې بُرقې یا چادري ګانې یې اغوستې وې، نن سهار د پېښور د کرنې د پوهنتون پر لیلیې حمله وکړه.
پولیس او روغتیايي چارواکي وايي چې په دې نښته کې ۹ کسان وژل شوي او له ۳۵ زیات ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د چارواکو په وینا د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.
د پېښور د پولیسو مشر طاهر خان تائید کړه چې برید کوونکي په چادریو کې او د رکشا په وسیله سیمې ته ورسېدل، ګارډ یې په ډزو وواژه او وروسته پوهنتون ته ننوتل.
په پېښور کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال د پېښې له ځایه راپور راکوي چې امنیتي ځواکونه ژر سیمې ته ورسېدل او له وسله والو کسانو سره یې نژدې دوه ساعته نښته وکړه.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې له حملې وروسته وویل چې پنځه واړه برید کوونکي تروریستان د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د دې حملې مسؤلیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا "TTP" منلی او د دې ډلې ویاند محمد خراساني ویلي چې په دې حمله کې یې د پوځي استخباراتو یا "ISI" یو مرکز په نښه کړی دی.
دې ډلې په پاکستان کې د ډېرو نورو خونړیو حملو مسؤلیت هم منلی.
په ۲۰۱۴ کال کې د دوی وسله والو په پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي حمله وکړه او ۱۳۴ کسان یې چې ډېری د ښوونځي زده کوونکي ماشومان وو، ووژل.
پاکستاني طالبان هم د افغان طالبانو په څير وايي چې په خپل هيواد کې داسې یو حکومت غواړي چې شرعي قوانین جاري کړي.
خو د پاکستان حکومت په قبایلي سیمو کې د دې ډلې اکثر وسله وال له منځه وړي او دا ډله یې تر ډيره ځپلې ده.
- پخواني معلومات
د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښو کې د پېښور پوهنتون ته څېرمه د کرنې ریاست د روزنیز مرکز د وسله والو ډله ییز برید پای ته رسېدلی او د چارواکو په وینا چې په دغه برید کې ګڼ شمېر کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده.
که څه هم تر دې دمه لا پولیسو او یا حکومتي چارواکو د برید د کره تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو پاکستاني رسنۍ وایي چې په دغه برید کې تر دې دمه لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او تر ۳۰ زیات ټپیان دي.
د راپورونو له مخې،۳ وسله وال چې چادریانې یې اغوستې وې د جمعې په ورځ سهار د کرنې ریاست اړوند ودانۍ ته د ننوتلو پر مهال په دروازه کې پر څوکیدارانو تر ناتاره ډزو کولو وروسته دننه ننوتل او کرنې ریاست د روزنیز مرکز لیلیې ته یې تر رسېدا وروسته هلته هم ناتاره ډزې وکړې.
پولیس او نور امنیتي ځواکونه د وسله والو تر برید وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل، سیمه یې محاصره کړې، عمومي لار یا جي ټي روډ یې د هر ډول موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړله او د وسله والو بریدګرو پر ضد عملیاتو کې یې ټول بریدګر ووژل.
د پوځ مطبوعاتي دفتر یا ISPR مسؤل د دغه پېښې په اړه په یوه بیان کې د وسله والو بریدګرو شمېر ۳ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې ۳ واړه بریدګر د پوځ له خوا په ډزو ووژل شول او زیاتوي چې له بریدګرو سره د نښتو پر مهال ۲ پوځیان هم ټپيان شوي چې د درملنې لپاره پوځي روغتون ته وړل شوي.
په پېښور کې د کرنې د ریاست روزنیز مرکز پېښور پوهنتون او اسلامیه کالج پوهنتون ته څېرمه پروت دی چې شاوخوا یې نورې دولتي ودانۍ او خېبر ټیچنګ روغتون هم موقعیت لري.
که څه هم د جمعې پر ورځ د عید میلاد النبي په مناسبت په خېبر پښتونخوا کې عامه رخصتي وه، خو د برید بر مهال ګڼ شمېر زده کوونکي په لیلیه کې دننه وو.
د خېبر پښتونخوا والي اقبال ظفر جګړا له «ډان» ټلوېزیون سره د خبرو پر مهال د عید میلا د النبي پر ورځ دغه ترهګریز برید د بریدګرو غندلو ترڅنګ وویل چې د وروستي ترهګر تر ځپلو پورې به د هغوی پر ضد روان عملیات جاري وي.
دی ويي:
"په داسې مبارکه ورځ دا ډول کاروايي څوک کولای شي؟ له دې عمله ښکاري چې دوی ترهګر دي او د اسلام په نامه د هغوی «ترهګرو» دعوې بې بنیاده دي. د دغو خلکو «ترهګرو» پر خلاف زموږ اقدامات جاري دي چې ډېرۍ کامیابۍ مو پکې ترلاسه کړي او په راتلونکو کې د هغو ترهګرو پرخلاف چې اسان هدفونه په نښه کوي، زموږ اقدامات روان وي."
دا په خېبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کلونو کې د ماشومانو پر پوځي ښوونځي او پر باچا خان پوهنتون وروسته پر تعلیمي مرکز د وسله والو درېیم برید دی.
تر دې مخکې وسله والو د ۲۰۱۵میلادي کال په جنورۍ کې په مردان کې پر باچا خان پوهنتون او همدا شان د ۲۰۱۴میلادي کال په همدې دېسمبر میاشت کې په پېښور کې د ماشونو پر پوځي ښوونځي برید کړی و او تر ۱۴۰ ډېر زده کوونکي یې په کې وژلي وو.
د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، د خېبر پښتونخوا والي او نورو سیاستوالو دغه برید غندلی، دا یې نه بخښوونکی عمل بللی دی او اړوندو ادارو ته یې د بېړنیو تحقیقاتو امر ورکړی.
د یادونې وړ ده چې که څه هم په پېښور کې د کرنې پر پوهنځي د برید مسؤلیت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې مخکې پر پوځي ښوونځي او باچا خان پوهنتون د برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی وو.
- پخواني معلومات
نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پېښور پوهنتون ته څېرمه د کرنې ریاست په یوه دفتر وسله والو برید کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ۳وسله والو چې چادریانې یې اغوستې وې، د جمعې په ورځ سهار مهال د کرنې ریاست دفتر ته ننوتي او پر خلکو یې ناتاره ډزې کړي دي چې له امله یې د لومړنیو راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، پولیس او نور امنیتي ځواکونو د وسله والو تر برید وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي، سیمه یې محاصره کړې او عمومي لار یا جي ټي روډ یې د هر ډول موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
رسنۍ د پولیس چارواکو په حواله وايي چې پولیسو د بریدګرو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، خو په سیمه کې اوس هم د ډزو اوازونه اورېدل کېږي او زیاتوي چې د پېښې ۴ څلور ټبیان یې د خېبر ټیچنګ روغتون ته لېږدولي دي.
په پېښور کې د کرنې د ریاست روزنیز مرکز پېښور پوهنتون او اسلامیه کالج پوهنتون ته څېرمه پروت دی چې شاوخوا یې نورې دولتي ودانۍ او خېبر ټیچنګ روغتون هم موقعیت لري.
راپور: ذبیح مومند