د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

دانش: په افغانستان کې د سني او شیعه مذهب په پیروانو کې داعشي فکر نشته


د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال وايي، داعش بهرنۍ تروریستي ډله ده چې د اسلام خلاف مفکوره لري.

سرور دانش د داعش د ډلې عقیده د اسلام سره په ټکر کې بولي او وايي، دغه ډله اوس د مسلمانانو او ټول بشریت پر وړاندې، د تاوتریخوالي په یوې الې بدله شوې ده او وه یې ویل چې د داعش تفکر دادی چې د مسلمانو ډلو ترمنځ هیڅ یوه ګډه نقطه نشته، د دې له امله دغه ډله خوارج دي.

ښاغلي دانش د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لېندۍ۰۹» په کابل کې د بي بي خدیجه کبرا د شخصیت په اړه علمي او فرهنګي غونډې ته و ویل چې په افغانستان کې د شیعه او سني مذهب په پیروانو کې داعشي فکر نشته.

سرور دانش
سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"نن داعشي او یا تکفیري تفکر چې په تېر تاریخ کې د خوارجو په نوم یاد شوي دي په کتابونو کې ویل شوي چې د خوارجو ډله له منځه تللې، خو د مسلمانانو په منځ کې یې فکر پاتې شوی، اوس له بده مرغه دا ډله بیا را ژوندۍ شوې او د داعش فکر له همدې اصله سرچینه اخلي."

د جمهور رئیس دوهم مرستیال داعش ډله یوه نړیواله تروریستي ډله وبلله.

ده وویل هغه څه چې نن د اسلام په نړۍ کې، لومړني اسلام ته د ګرځېدو ترنامه لاندې روان دي، غیر اسلامي او غیر دیني ډلو او اشخاصو ناوړه کړنې دي چې دین په غلطه تفسیروي.

ښاغلي دانش دا څرګندونې د بي بي خدیجې کبرا د شخصیت په اړه علمي او فرهنګي غونډې ته وکړې چې د مېلاد النبي د ورځې په مناسبت په کابل کې جوړه شوې وه.

افغان چارواکي په داسې حال کې داعش یوه نړیواله تروریستي ډله بولي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په ځينو سیمو کې د دغې ډلې د فعالیت په اړه اندېښنې ډېرې شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا رئیس بصیر حقاني د داعش د ډلې مفکوره ردوي.

ده ازادي راډیو ته وویل:

"د صحابه کرامو په وخت کې هم خوارج وو چې دوی د اسلام له دایرې بیرون وو او خوارج هغو خلکو ته ویل کېږي چې کفري عقیده لري، د دوی عقیده دا وه چې اسلام یې نه مانه او هغه څه چې د دوی په ګټه وه منل به یې او له عقیده سره به یې مخالفت کاوه."

د جمهور رئیس دوهم مرستیال وايي، په اوس وخت کې د دولت په شمول په هېواد کې سني او شیعه وګړي د داعش مفکوره نه لري او د اسلام په نوم روان جهاد په حقیقت کې، جنګ، ترور، وحشت او د مسلمانانو وژنه ده.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG