د افغانستان د مالیې وزارت مسؤلین وايي، د افغانستان بودجوي واحدونو په روان مالي کال کې ۵۱ سلنه پراختیايي بودجه مصرف کړې ده.
د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د پراختیايي بودجې په لګولو کې زیاتوالی راغلی.
دی وايي:
"د پراختیايي بودجې لګول د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مستقیمه اړېکه لري، په مجموعي ډول ۵۷ بودجوي واحدونه د ۱۳۹۶ مالي کال ۵۱ سلنه بودجه لګولې ده او که موږ د روان مالي کال ۱۱ میاشتې له تېر کال سره پرتله کړو ۹ سلنه ډېروالی ښیي."
خو د ښاغلي عبدالرحیمزي په خبره د ماليې وزارت توانېدلی چې په روان مالي کال کې په سلو کې ۸۱ پراختیايي بودجه مصرف کړي.
نوموړي وویل، د دغې بودجې ۶۶ سلنه د مالیې وزارت له لوري ځانګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د بودجوي واحدونو له لوري د پراختیايي بودجې نهلګول د ملي شورا او خلکو له انتقادونو سره مخ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې شااوخوا اووه میاشتې وړاندې له ۷۰ سلنې څخه د کمې بودجې د مصرف له امله ۷ وزیران سلب صلاحیت کړل.
هغه څه چې د مقننه او اجرائیه قوې ترمنځ په یوې لانجمنې مسئلې بدل شول.
د افغانستان مالیې وزارت وايي، د ۱۳۹۷ لمریز مالي کال بودجه چې ۳۶۱،۶ میلیونه افغانۍ ده د مشرانو جرګې له لوري تائید او ولسي جرګې ته استول شوې او دوی هیله لري چې ژر تر ژره تصویب او توشېح شي.
خو د افغانستان د ولسي جرګې د بودجې او مالي کمېسیون یو شمېر غړي حکومت په کمزوري مدیریت تورنوي او وايي چې په همدې دلیل کمه پراختیايي بودجه مصرف شوې ده.
د دغه کمېسیون منشي کمال ساپي ازادي راډيو ته وویل:
"د حکومت بنسټ له لومړۍ ورځې کمزوری و، تر اوسهیې کابینه بشپړه شوې نهده او درې کالهیې په سرپرستانو مخکې ځي، دوی نهدي توانېدلي چې خدمات وړاندې کړي او دا د ډېرې خواشینۍ ځای دی."
له بلېخوا د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سیفالدین سیحون وايي، تر هغه چې د دولتي ادارو بودجې اختیاري نهشي، بودجوي واحدونو ته صلاحیت ورنهکړل شي او د بودجې لګولو څارنه ونهشي د پراختیايي بودجې لګول به تل له ستونزو سره مخ وي.
راپور: ناجیه ساپۍ