افغان حکومت یوه پنځه کسیزه انسان تښتوونکې ډله اعدام کړه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پر دغو کسانو د اعدام حکم د درې ګونو محکمو له پرېکړې او د جمهور رئیس له توشېح وروسته عملي شو.
د چهارشنبې «۱۳۹۶کال د لیندۍ ۰۸» سهار وختي د پلچرخي په زندان کې د هرات د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي په ګډون پنځه تنه د سړي تښتونې په جرم په دار وځړول شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه پنځه اعدام شوي کسان د انسان تښتونې او په هرات کې د یو خصوصي شرکت د مرستیال محمد شاه ایماق په وژنه تورن وو.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی حاجی عسکر د محمد انور زوی، زلمی د عبدالغني زوی، عبدالظاهر د محمد یوسف، فایق د یار محمد زوی او تیمور شاه د حاجي عبدالله زوی چې ټول د یوه بانډ غړي وو، په دار وځړول شول."
د هرات د ولایتي شورا پخوانی غړی محمد عسکر انوري شااوخوا یو کال وړاندې د ملي امنیت له لوري د یوه کس د برمته کېدو په تور چې وروسته ووژل شو، ونیول شو.
اختطاف او قتل د افغان سوداګرو او پانګهوالو له لویو ستونزو څخه هم ګڼل کېږي.
سوداګرۍ خونه: روان کال ۳۰ تنه سوداګر قتل او اختطاف شوي
د افغانستان په بېلابېلو سیمو او بیا په ځانګړې توګه په کابل کې خلک د اختطاف او د قتل د پېښو شاهدان دي او په اکثرو مواردو کې سړي تښتوونکي د پیسو د لاسته راوړلو په مقابل کې د ځینو سوداګرو او پانګهوالو د کورنۍ غړي برمته کوي.
افغان حکومت تر دې وړاندې هم په ځینو مواردو کې د سړي تښتوونکو بانډونو ځیني غړي اعدام کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، که د اعدام لړۍ په دغهشان روانه وي ممکن د جرمونو په کچه کې کموالی راشي.
نوموړي چې د چهارشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې د قتل او اختطافونو د دوام له کبله ډېری پانګه له هېواده وتلې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"تاسو په دې پوهېږئ چې په افغانستان کې د پانګې د ۶۰ سلنه تېښتې لامل همدا د اختطافونو او باج اخیستنې دوام دی. زموږ غوښتنه دا ده چې د اختطاف پر ټولو مجرمینو د اعدام حکم تطبیق شي او موږ یې هرکلی کوو."
ښاغلی الکوزی همداراز له حکومت څخه غواړي چې د مجرمینو د اعدام تر څنګ د سوداګرو د امنیت د خوندیتوب لپاره هم جدي تدابیر په پام کې ونیول شي، ځکه د نوموړي په خبره د داسې وضعیت دوام له هېواده پانګې وېستلو ته زمینه برابرولای شي.
راپور: اکرامالله اکرام
- پخواني معلومات
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پنځه کسه چې د تښتونې او قتل په یوې پېښه کې په اعدام محکوم شوي وو، اعدام شول.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نجیب دانش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په اعدام شویو کسانو کې د هرات د ولایتي شورا یو پخوانی غړی هم شامل دی.
د ښاغلي دانش په خبره یاد کسان د درې ګونو محکمو له پرېکړو وروسته په دار وځړول شول.
عسکر انوري، زلمی، عبدالظاهر، فایق او تیمور شاه اعدام شوي پنځه تنه دي.