د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۲

سوداګرۍ خونه: روان کال ۳۰ تنه سوداګر قتل او اختطاف شوي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په روان کال کې د سوداګرو د اختطاف پېښو د زیاتېدو له امله اندېښنه ښيي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، که حکومت د سوداګرو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې جدي اقدامات ونه کړي، پر خصوصي سکټور به یې جدي اغېز محسوس شي.

د دغه خونې ویاند صیام الدین پسرلي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په روان کال کې د دوی له ادارې سره د سوداګرو او پانګوالو د اختطاف او قتل ۳۰ پېښې ثبت شوي دي.

ښاغلی پسرلی وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي د پانګونې په برخه کې به افغانستان له لوی کړکېچ سره مخ او پانګوال به خپلې پانګې له هېواد بهر انتقال کړي.

صیام الدین پسرلی
صیام الدین پسرلی

نوموړي زیاته کړه:

"په دې وروستیو کې د اختطافونو په کچه کې زیاتوالی راغلی، د سوداګرو قتل او اختطاف په اسانۍ کېږي او موږ شاهدان یو چې په همدې کال کې ۳۰ قضیې شوي چې له موږ سره ثبت دي."

د ښاغلي پسرلي په خبره د سوداګرو د قتل او اختطاف ډېری پېښې په کابل، هرات، بلخ، کندز، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې د نا امنیو له کبله په روان کال کې ۳۰ میلیونه ډالره پانګه له افغانستان څخه وتلې او پانګوال د مجبورۍ له مخې اړ شوي چې په نورو هېوادونو کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعوو خونې د رسمي شمېرو له مخې، هر کال له ۸۰ تر سلو پانګه وال، سوداګر او یا هم د هغوی د کورنۍ غړي تښتول کېږي.

مېزان میاشت د افغان سوداګرو لپاره ګواښوونکې میاشت وه

د سوداګرو د خوندیتوب نشتوالی د پانګې د تېښتې لامل ګرځېدلی

بلخ ولایت کې یو سوداګر د ناپېژنده وسله‎والو له‎خوا وژل شوی

داسې هم ویل کېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر سوداګرو د خپل ځان او کورنیو د خوندیتوب او امنیت لپاره شخصي محافظین یا ساتونکي هم ګمارلي دي.

افغان سوداګر انتقاد کوي چې حکومت یې په خالي ژمنو تېر باسي او د دوی پر وړاندې ورځ تربلې ستونزې ډېریږي.

د یوې خصوصي کمپنۍ خاوند مطیع الله ځلاند وړاندیز کوي، حکومت دې د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"که وکړای شو د سوداګرو لپاره یوه ځانګړې امنیتي قطعه رامنځته کړو چې هغوی هلته خپلې ستونزې مطرح کړي او که وکولای شي د دوی د پانګو د غوندیتوب په هدف ټولې کمپنۍ او شرکتونه تر جدي امنیتي تدابیرو لاندې ولري."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د خوندیتوب لپاره په یوې هر اړخیزې طرحې کار کوي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش که څه هم د دغې طرحې په اړه جزئیات ورنه کړل، خو وايي په عملي کېدو به یې د سوداګرو ستونزې حل شي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"له سوداګرو سره مو ناسته لرله، په دې ناسته کې د سوداګرو د امنیت د خوندېتوب پر لارو چارو وغږېدو له نیکه مرغه په دې برخه کې په یو پروګرام کار کوو چې که عملي شي د سوداګرو اندېښنې به ځواب شي."

که څه هم د کورنيو چارو وزارت د سوداګرو او پانګوالو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکوي خو سوداګر وايي ورځ تر بلې یې پر وړاندې ستونزې زیاتېږي.

راپور: محمدحدیث پردېس

XS
SM
MD
LG