د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۱

نېکلسن: وسله‎والو سره د ملاتړ په برخه کې د پاکستان چلند بدلون نه‎دی کړی


په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت قوماندان وايي، د وسله‎والو سره د ملاتړ په برخه کې یې د پاکستان په چلند کې تر اوسه کوم بدلون نه‎دی لیدلی.

جنرال جان نېکلسن دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د امریکا د ولسمشر په شمول د دې هېواد لوړپوړو چارواکو په کلکه له پاکستانه وغوښتل چې په خپل هېواد کې دې د حقاني شبکې په شمول هغه وسله‎وال وځپي چې په افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې بریدونه کوي.

جنرال جان نېکلسن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» خبریالانو ته وویل:

"موږ له پاکستانیانو سره ډېرې مستقیمې او روښانه خبرې کړي، خو تر اوسه پورې مو د دوی له لوري عملي شوي بدلونونه نه‎دي کتلي."

جنرال جان نېکلسن
جنرال جان نېکلسن

جان نېکلسن زیاته کړه، دوی اوس هم هیله لري چې پاکستان به د هغو ترهګرو پر ضد اقدامات وکړي چې له ډیورند کرښې افغانستان ته په بریدونو پسې اوړي.

د روېټرز خبري اژانس د جان نېکلسن له خولې وايي، د ده په باور د طالبانو لوړپوړي مشران اوس هم په پاکستان کې دي او د ټیټې کچې مشرتابه‌یې په افغانستان کې دي.

پاکستاني چارواکو پرله‎پسې دا ډول ادعاوې رد کړي او وايي، دوی د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له امریکا سره همکاري کړې.

بل‎خوا په افغانستان کې دې لوړپوړي امریکايي قوماندان ویلي، یو زیات شمېر امریکايي سرتېري به له افغان امنیتي ځواکونو سره ګزمې پیل کړي، څو په ۲۰۱۸ میلادي کال کې طالبان په شا وتمبوي.

جنرال جان نېکلسن خبریالانو ته ویلي، د راتلونکي کال د جګړې په فصل کې به له ۱۰۰۰ زیات امریکايي نظامیان په لومړیو کرښو کې په محاربوي عملیاتو کې برخه ولري.

نوموړي ویلي، دا امریکايي سرتېري به د کنډکونو په سطحه له افغان ځواکونو سره ملتیا کوي.

جنرال جان نېکلسن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» خبریالانو سره په خبرو کې زیاته کړه چې په کم شمېر امریکايي سرتېرو سږ کال هم دا ډول مأموریت کې برخه لرله، خو د دوی شمېر کې به ناڅاپي زیاتوالی راشي.

له ۱۰۰۰ زیات امریکايي نظامیان به په لومړیو کرښو کې په محاربوي عملیاتو کې برخه ولري.

نېکلسن وړاندوینه وکړه چې راتلونکو دوو کلونو کې به افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان په ۱۰۰ کې د ۸۰ فیصده وګړو د استوګنې پر سیمو کنټرول ولري.

دا مهال افغان حکومت په ۱۰۰ کې د ۶۵ برخه وګړو پر سیمه کنټرول لري.

XS
SM
MD
LG