د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۶

نېکلسن: په هلمند کې د مخدره موادو پر مرکزونو د "بي-۵۲" الوتکو حمله وشوه


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې په هلمند ولایت کې يې د مخدره موادو پر سترو مرکزونو چې وسله‌وال طالبان ترې تمولېږي، هوايي حملې کړې دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن مخدره مواد د وسله‌والو طالبانو د تمویل اصلي سرچینه بولي او ټینګار کوي چې دغه ډله د مخدره موادو له درکه زیات عواید ترلاسه کوي.

ښاغلي نېکلسن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۹» ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مخدره موادو د فابریکو د له‌منځه وړلو په هدف‌يې، تېره شپه له «بي-۵۲» الوتکو هم په ګټې اخیستنې د هلمند ولایت پر یو شمېر سیمو هوايي حملې وکړې چې له امله‌یې ۵۲ بېرله مخدره مواد له‌منځه یوړل شول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن

ښاغلي نېکلسن وویل:

"د طالبانو د نشه‎یي توکو د تولید پر یوې فابریکې د یوې «B-۵۲» الوتکې په برید کې چې ۲۰۰۰ کېلویي بمب‎یې پرې غورځولی، څه د پاسه ۵۰ بېرله تولید شوي هیروئین له‎منځه تللي چې دا طالبانو ته یوه لویه ضربه ده."

ښاغلي نېکلس وویل چې د نړۍ ۸۵ سلنه مخدره مواد په افغانستان کې تولیدېږي چې له ترورېزم وروسته دې هېواد او نړۍ ته ستر خطر دی.

نوموړي دا هم وویل چې د افغانستان مخدره مواد د کال ۶۰ میلیارده ډالر عواید لري چې ۲۰۰ میلیونه ډالر يې د وسله‌والو طالبانو د مشرانو جېبونو ته لوېږي.

د مخدره موادو د تولید او پروسس د مرکزونو د له‌منځه وړلو په هدف، دغه عملیات په داسې حال کې پیل شوي چې مخکې تر دې هم په دې اړه اندېښنې موجودې وې او په یو شمېر راپورونو کې دا هم ویل شوي وو چې دا پدېده د ترهګرو د تمویل اصلي سرچینه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په هلمند ولایت کې یې د نړیوالو ځواکونو په همکارۍ، د نشه‌يي توکو د تولید ۸ مرکزونه له‌منځه وړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لا هم د هلمند په یو شمېر سیمو کې د نشه‌يي موادو د تولید د مرکزونو د له‌منځه وړلو عملیات دوام لري.

د ارګ خبرپاڼه کې په افغانستان کې روانه جګړه د نشه‌يي توکو جګړه یاده شوې او په‌کې ویل شوي چې مخدره مواد د طالبان او نورو ترهګرو ډلو د تمویل اصلي سرچینه ده چې پر مټ‌يې خپل ترهګریز فعالیتونه پر مخ وړي.

په دې خبري کنفرانس کې د افغانستان لوی درستیز جنرال شریف یفتلي وویل چې د نړیوالو او افغان ځواکونو عملیات د دې لامل شول چې د وسله‌والو طالبانو د تمویل مرکزونه له‌منځه یوړل شي.

جان نېکلسن او شریف یفتلي
جان نېکلسن او شریف یفتلي

جنرال یفتلي زیاته کړه:

"د طالبانو ډله هغه شر اچوونکې ډله ده چې د مخدره موادو له پلور ګټه اخلي، د دوی تر واک لاندې سیمو کې د تریاکو تولید د پرمختګونو د مخنیوي او د افغانانو د ګټو د له‌منځه وړلو لامل ګرځېدلی، نو بناً د افغان او امریکايي ځواکونو ګډ عملیات د طالبانو د عایداتي سرچینو د وچولو تر څنګ، د نړۍ بېلابېلو برخو ته، د مخدره موادو د لېږد مخه هم نیسي."

ښاغلي یفتلي دغه‌شان وویل چې د ۲۰۱۷ میلادي کال له پیله تر دې دمه، د مخدره موادو پر ضد افغان امنیتي ځواکونو ۲۳۴۳ عملیاته ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو وویل چې د دوی د سږ کال راپور دا ښايي چې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۶۳ سلنه او د تاریاکو تولید ۸۷ سلنه زیات شوی دی.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG