د هندوستان ۲۰ کلنې پېغلې منوشي چهلر په چین کې د ښکلا د نړیوالې سیالۍ په مراسمو کې لومړی مقام ترلاسه کړ او د ۲۰۱۷ میلادي کال د ښکلا د ملکې تاجیې وګاټه.
دا د ښکلا د نړیوالو سیالیو په لړۍ کې د هندوستان شپږمه او تر ۱۷ کلونو وروسته لومړۍ هندۍ ده چې د ښکلا د ملکې سیالي یې وګټله.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دغه سیالي چې د شنبې په ورځ وشوه، د نړۍ د ۱۰۸ هېوادونو ښکلو پېغلو پهکې ګډون کړی و چې د مکسیکو ښکلې نجلۍ پهکې دوهم او د بریتانیا ښکلې نجلۍ پهکې درېیم مقام وګاټه.
په دغو مراسمو کې د پیورټو ریکو اوسېدونکې سټیفاني ډېل وال چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې دا سیالي ګټلې وه، د ۲۰۱۷ میلادي کال د ښکلا ملکې منوشي چهلر ته د ښکلا د ملکې تاج ور په سر کړ.
د طب پوهنځي محصله منوشي چهلر چې په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د هند په دهلي ښار کې زېږېدلې ده، د نړۍ د ښکلا د ملکې د تاج تر ګټلو مخکې په روان کال کې د هندوستان د ښکلې نجلۍ یا "مس انډیا" سیالۍ هم ګټلې وه.
تر منوشي چهلر مخکې د هندوستان د سینما نامتو ستورې پریاناکا چوپړا د وروستي ځل لپاره نږدې ۱۷ کاله مخکې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د نړۍ د ښکلې نجلۍ یا د ښکلا د ملکې تاج ګټلی و.
د یادونې وړ ده چې د هندي سینما یوې بلې نامتو ستورې اېشوریا رای هم فلمي نړۍ ته تر راتلو مخکې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د نړۍ د ښکلا د ملکې یا «Miss World» تاج ګټلی و.
راپور: ذبیح مومند