د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د زیمبابوې واکمن ګوند "ZANU-PF" منګنګاوا خپل مشر وټاکه


راپورونه وایي چې د زیمبابوې واکمن ګوند "ZANU-PF" نن یکشنبه په بېړنۍ غونډه کې پخوانی مرستیال ولسمشر اممرون منګنګاوا "Emmerson Mnangagwa" چې ولسمشر رابرټ موګابې له دندې لېرې کړی و، د هغه پر ځای د دې ګوند مشر وټاکه.

د راپورونو له مخې د موګابي مېرمن ګریس موګابي هم د ګوند له غړیتوبه ایستل شوې ده.

پرون شنبې د زیمبابوې په پلازمینه هراري کې په زرګونو کسان واټونو ته راوتلي و او د موګابي پرضد مظاهرو کې یې ګډون وکړ.

نوموړی په هېواد کې د کلونو خراب اقتصادي وضعیت او له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دی.

د زیمبابوې پوځ د هغو اختلافاتو په ترڅ کې چې څوک دې د موګابي ځای ناستی شي، د تېرې چهار شنبې په ورځ د سپینې کودتا په ترڅ کې قدرت ترلاسه کړ او ۹۳ کلن موګابي یې په کور کې نظربند او د هغه یو شمېر همکاران یې توقیف کړل.

رابرټ موګابې ۹۳ کلن دی او له څو لسیزو راهیسې پر زېمبابوې واک چلوي.
رابرټ موګابې ۹۳ کلن دی او له څو لسیزو راهیسې پر زېمبابوې واک چلوي.

دغه اقدام وروسته تر هغې وشو چې موګابي خپل مرستیال منانګګوا چې هغه ته د ده د ځای ناستي په توګه کتل کیدل له دندې لېرې کړ او خپلې ۵۲ کلنې مېرمنې ګرس ته یې لاره هواره کړه چې د ولسمشرۍ لپاره یې موقف پیاوړی شي.

د اسوشیټېډ پرېس آژانس دغه راز ویلي چې واکمن ګوند دغه راز موګابي ته تر سبا پورې وخت ورکړی چې له جمهوري ریاسته استعفا وکړي کنه استیضاح به شي.

موګابي چې په نړۍ کې د یوه هېواد د تر ټولو زیات عمر لرونکي مشر دی له ۱۹۸۰ کال راهیسې چې دې هېواد خپلواکي اخېستې، تر اوسه یې قدرت په لاس کې و.

XS
SM
MD
LG